50
ره: می ش ور پ د راACS1205 ر لی ه د و ن ي چ ر س د ت ی ور ه م ج ي م لا سن;pma& د ا ا ت س ن ا غ ف د ا& لان پ او ي ر ی ت را سی ول ک ه7 ت9 ځ ن م وده را وله م ش ول? پاس ه اس تA ې ن د ت ی ک& د کان ي م۲۰۱۳ SASFP, SASDE, SEGOM ا ت سM ي ا ل ت ه س

World Bank · Web viewی او لومړنې منرالی پرمختګ به و ي چ ې ګټه اخیستنه به ترې پ ې ل شي. عینک د لوړې درجې د مسو زېرمه

  • Upload
    others

  • View
    2

  • Download
    0

Embed Size (px)

Citation preview

د راپور شمیره: ACS1205

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سرچينو دهلیز ستراتیژي او پلان

د کان کیندنې په اساس ټول شموله وده رامنځته کول

می ۲۰۱۳

SASFP, SASDE, SEGOM

سهیلی آسیا

دا سند د Afghanistan Resource Corridor Strategy and Plan ژباړه ده چی په می ۲۰۱۳ ترسره شوې ده او لیوالو کسانو ته د یو خدمت په توګه وړاندی کیږي. د اختلاف په صورت کې د دې سند انګلیسې متن ته غوره توب ورکول کیږي.

د مسولیت رفع

دا لیکنه د بیا رغاونې او پراختیا د نړېوال بانک / نړېوال بانک د کارکوونکو د کار محصول دي. پدې مسوده کې چې کومې موندنې، تفسیرونه، او پایلی په ګوته شوی دي، د نړېوال بانک د مدیره هیئت او یا د هغه دولت چې دوي یې استازیتوب کوي، نظرونه نه منعکس کوي. پدې راپور کې چی کوم معلومات شامل دي، نړیوال بانک د هغو د سموالي ضمانت نه کوي. هغه سرحدونه، رنګونه ، نوم ایښودنی او نور معلومات چې د نقشو په ډول پدې راپور کې وړاندې شوي، د نړېوال بانک له خوا د یوې ساحې د حقوقي وضعیت په اړه قضاوت او یا د دا ډول سرحدونو د منلو په معنا ندي.

د چاپ او نشر حق

د دي نشریې د موادو د چاپ حق خوندي دې. کاپي کول او/یا د دې راپور یوه برخه او یا ټول بې له اجازې انتقالول کیدای شي د نافذه قوانینو نه سرغړونه وي. د بیارغاونې او پراختیا لپاره د نړېوال بانک / نړېوال بانک د دې راپور خپرونه هڅوی او په عادی ډول د دې راپور د یوې برخی د بیا تولید اجازه په زغرده ورکوې.

د دې راپور د فوتوکاپي او بیا چاپ د اجازی لپاره، مهربانی وکړئ یو غوښتنلیک له واړه معلوماتو سره د چاپ د حق د تصفیی مرکز ته را ولیږئ. ۲۲۲ روزووډ ډرایو، ډانورز، ایم آی، د امریکا متحده ایالات، تلیفون ۸۴۰۰ – ۷۵۰ – ۹۷۸، فکس ۴۴۷۰ – ۷۵۰ – ۹۷۸، http://www.copyright.com/.

د فرعي حقوقو په ګډون، د حقوقو او جوازونو په اړه ټولې پوښتنې باید د نشریاتو د دفتر په ادرس ولېږل شي: نړېوال بانک، ۱۸۱۸ ایچ سټریټ این ډبلیو، واشنګټن ډی سی، ۲۰۴۳۳، د امریکا متحده ایالات، فکس ۲۴۲۲- ۵۲۲ – ۲۰۲، ایمیل [email protected].

سریزه:

افغانستان پراخه طبیعي زېرمې لرې چې تر ډېره ناپرمختللې پاتې دي. دا هېواد د یو لړ زیاتو کاني موادو لرونکې دی، پدې کانونو کې د مسو، د ډبرو د سکرو، اوسپنې، سرو زرو، تېلو او ګازو د پېژندل شویو شتمنیو څخه نیولې تر ډېرو اټکلیزو ذخیرو پورې، او همدارنګه لیتیوم او نور شامل دي. خو لاهم د دې سکټور د وړتیا په اړه په بحثونو کې تعادل شتون نلري: ځینی کسان د دې پراختیا حقیقي نه ګڼي او یواځې په اوږد مهال کې یې ممکن بولي او یا ویره څرګندوی چې ممکن دغه سکټور د « زېرمو ناورین » او یا « د زېرمو په سر د شخړو » لامل وګرځي؛ نور یې بیا د ټولو کړاوونو درمل او په ځان د بسیاتوب یواځینی لامل بولي.

په حقیقت کې، استخراجي صنعت هم یو رحمت دی او هم یو زحمت، او ډېر به مشکله وي چې خپل پخپله د بدلون لامل شې. په افغانستان کې به پانګونه یواځې هغه مهال کمال ته ورسیږي چي د اوږد مهال لپاره وي، خو یوه څه اغیز به یې مخکې هم تر سترګو شي. د زېرمو سکتور سره له دې هم چې لوی به وې ولې د بدلون لامل نشې کېدلی: تر ۲۰۲۰م کال پوری کیدای شي د ۱۰۰۰۰ څخه نیولې تر ۲۰۰۰۰ پورې مستقیمو دندو سبب شی، چی په افغان مقیاس هم یو ډیر لږ شمېر دې؛ دولت به د دغه سکټور نه د ۷۰۰ میلونه امریکایي ډالرو څخه نیولې تر ۱.۵ میلیارډو ډالرو پورې عاید ترلاسته کړي ( د دې لیکلنې تر مهاله) چې د مرستو د جریان د ځای ناستې کېدو لپاره به کافي نه وي. همدارنګه، د دې سکټور له اغېزو باید پداسې ډول ګټه واخیستل شي څو وکولای شي د هېواد د اقتصادي ودې موجب وګرځي. د دې کار ترسره کول به ستونزمن وي خو د پانګونو او اصلاحاتو په ترتیبولو کوم چې د افغانستان د دولت، پراختیایي موسسو او د کورني او نړیوال خصوصي سکټور په اختیار کې دي، امکان لري.

د « زېرمو دهلیز» تر کومې چې یو پراختیایي مفهوم دې، په هغه اندازه یو جغرافیایي مفهوم هم دی. دا مفهوم د یو لړ فعالیتونو د تنظیم او یوځای کولو وسیله ده او د پانګونو او فعالیتونو د یو تسلسل په حیث تعریف کېږي چې په یوه مشخصه جغرافیایې ساحه کې د زیربنا، اجناسو او خدماتو په برخه کې د استخراجي صنعت لوی پانګونې پکې د یو فعاله او متنوع اقتصادي پراختیا په موخه کارول کېږي. له یو څه وخت راهیسې دا مفهوم شتون لري: پدې معنا چې د نړی پرمخ تللې هېوادونه د زیرمو د همدې دهلېز په ترڅ کې صنعتي شوې ده. په اوسنیو لسیزو کې، د زیرمو دهلیز څخه په چلې، موزامبیق، زامبیا او نورو ځایونو کې کار اخیستل شوې دې. ( لومړې بکس وګوری)[footnoteRef:1]. [1: . له نورو سره متیغا هم و ګوری (۲۰۱۲). ]

د افغانستان دولت د ملې او سیمه ایز سرچینو د دهلیز (NRRCP) په پروګرام کې چې د ملي لمړیتوبونو یو پروګرام دی (NPP) ، د یادې تګلارې اهمیت رسماْ منلې دی. که څه هم د سرچینو دهلیز به د هر مرض دوا نه وي، خو یو سکټور ته د ټول شمولې ودې د ورکړې لپاره یوه پیاوړی وسیله کیدای شي کوم چي پرته له دې (د سرچینو دهلیز) ممکن د جلاجلا فعالیتونو یوه ټولګه وي. په ځانګړي توګه پداسې حالت کې دا صدق کوي چی دا د کرنې او کرنیز تجارت لپاره هڅې بشپړې کړي، چې په راتلونکې لسیزه کې د ودې یو بل محرک ګڼل کېږي. ننګونې او خطرونه، په ځانګړي توګه د حکومتداری او د زېرمو د پانګونې د تنظیم په برخه کې په ښکاره ډول شتون لري او د «نرمو» او «سختو» مداخلو ترتیب او یوځای کولو ته اړتیا لیدل کېږی ترڅو اقتصادي اغېز یې زیات کړی شي او د ټول شموله کار پېداکېدنې لامل هم وګرځېدلې شي.[footnoteRef:2] [2: ۲. «سخت» فزیکی جوړښت ته ویل کیږی لکه سړکونه، د ریل خط او بریښنا، او کار کولو لپاره د اوپراسیون سیستمونه. «نرم» ټولینز جوړښت ته ویل کیږی لکه د ټولنیز فعالیت لپاره سازمانونه، د شرکتونو وړتیا، مهارتونه، روغتیایی خدمتونه، کلتوري ساتنه او داسې نور. ]

باید چې د عامه او خصوصي فعالیتونو ترمنځ د همکاریو ساحې وپېژندل شي او کار ترینه واخستل شي. دا تګلاره باید په راتلونکې کې د نایقیني حالاتو په مقابل کی مقاومت و ښیی، پدې معنا چې د منفي وضعیتونو د رابرسیره کېدو پر مهال د هغوي اغېزې کمې کړي او که چېري نایقیني حالتونه په مثبت ډول حل شي، نو د هغوي د ګټو څخه په چټکی کار واخیستلای شي.

که چېرې دا کار تر سره شي نو د سرچینو دهلیز به په راتلونکې لسیزه کې د ټولیزې ودې یوه نوې زېرمه وي. د دې لیکنې پاتې برخه د سرچینو د دهلیز پوتانسیال، د تحقق لپاره یې اړین ګامونه او د پراختیا لپاره یې د سناریوز یا صحنو په ګډون رامنځته کېدونکي لنډمهاله، منځ مهاله او اوږدمهاله لمړیتوبونه توضیح کوي.

لمړی بکس: د بل ځای مثالونه

د سرچینو لومړی دهلیز د صنعتي انقلاب سره یوځای مینځته راغې. په اتلسمو او نولسمو پېړیو په وروستیو کي د برطانیه اقتصادي وده د ارزانه ډبرو سکرو او د بخار د انجن په څېر د نورو استخراجي تکنالوژیګانو د پراختیا څخه پرته نشوه رامنځته کېدلې او هم دغه ماشین بیا وروسته د اقتصاد په نورو سکټورونو کې د بدلون لامل شو. همدارنګه، په اروپایي لویه وچه کې صنعتي پراختیا په لومړي ځل د بلژیک د سیلون انډسټریل ( صنعتی دهلیز) له خوا- په کوم کې چې د کان کیندنې ، اوسپنې ، انجینیری او د اوسپنې کارونکي سکڼورنو د یو بل سره تعامل د ودې باعث وګرځېد- رهبري شوه. د زېرمو او صنعتي کدو ترمینځ دا کلکه اړیکه په ۱۹۶۰ مو کلونو کې د جاپان د دولت او صنعت، له باروونکو نیولې د پولادو تر تولیدوونکو پورې، د دوامداره کوښښونو په ترڅ کې له مینځه لاړه ترڅو د تجارت شرایط د سره تنظیم کړي. [footnoteRef:3] [3: . پومیرانز، ۲۰۰۱؛ سیسانتل و بنکر،۲۰۰۲ ]

په اوسنیو کلونو کې د سرچینو په مټ د پراختیا څخه لاسته راغلې نتیجې مختلطې دي. لدې سره سره، بریاوی هم ترلاسه شویدي. ترټولو زیات د یادونې وړ د چلي هېواد دی. د مسو د عایداتو په مسؤلانه مالي مدیریت دې هېواد د خپلو مسو د زېرمو شاوخوا سیمو ته په داسې ډول پراختیا ورکړې چې هغه یې د ودې انجنونه یا ماشینونه ګرځولي. له یوې خوا یې د اوږمهاله مهارتونو او عرضه کونکو په پراختیا سره د لوړ ارزښت لرونکو صنعتونو او خدمتونو اساس رامنځته کړو او له بلې خوا د زیربناوو او ټولنیزو پروګرامونوڅخه یې د بیوزلیتوب د کموالي او د بشری سرمایی د لوړولو لپاره کار واخیست[footnoteRef:4]. [4: مک موهن و برانډن، ۲۰۰۲ . ]

د سرچینو لومړنی دهلیز چې رسماْ هم دغسې ونومول شو د ماپوټو پراختیایی دهلیز (MDC) دی چې په ۱۹۹۵ کې تاسیس شو او د سهیلي افریقا او موزامبیق تر مینځ پروت دی . تر اوسه یې د سیمه ایز زېربناوو د پراختیا ، صنعتی انکشاف، او د طبیعي زېرمو د استخراج او پروسس په برخه کې یې د ۵ میلیارډو امریکایي ډالرو په پانګونه کې مرسته کړې ده. پدې کې نه یواځې داچې لوی زیربناوې شاملې دي بلکې د المونیم یوه د نړی تر ټولو لویه بټۍ، د اوسپنې او پولادو کارخانې او په سیاحت، پرچون خرڅونه او تولیدي برخو کې بې شمېره کوچنی پانګونې هم پکې شتون لري.

بل مثال یې که څه هم د «دهلیز» څخه زیات یوې « ستنې» سره ورته والې لري، د مدغاسکر د ډاوفین د کان کیندنې بندر دی چې په دولتې پانګونه د راز راز کارونې په موخه جوړ کړی شوې. پدې کار سره سیمې دا وکولای شو چې د سیاحت (توریزم) څخه عایدات لاسته کړي او د جزیرې سهیل په سیمه ایزو خوراکي بازارونوپورې په تړلو سره قحطي له مینځه یوسي.

یقینآ، چې د زيرمو پر مټ د پراختیا د هڅو ډیر منفي مثالونه هم شته دی. تکراري مالي کړکېچونه او سیاسي او ټولنیزې ناکراری چی د نایجیریا له تېلو څخه را ولاړې شوی، په ښه ډول ټولو ته معلومې دي. حتی بریالي واقعات هم له عیب څخه خالی نه وو: د زېرمو اصلی دهلیز، چی مخکې ترېنه یادونه وشوه، په چاپیریال ناوړه اغېزونه درلود چی باید د دې هېوادونو په بډایه کېدو سره یې وروسته سمون موندلې وی. دا دواړه ټکي له پېله د چاپيریال او ټولنیزو اغېزو او همدارنګه د زېرمو د مدیریت او ګټه اخیستنې لپاره د اړین اداري وړتیا د پېدا کولو په اړه د دې لویو اندیښنو اهمیت په ډاګه کوي.

الف: هیله او نا باوري: د افغانستان د سرچینو د سکټور مستقیم پوتانسیال

په نړېواله کچه د افغانستان د اوسپنې او مسو ذخیرې او د ګازو او تېلو منځنی زېرمې زیات پوتانسیال لري. پدې برخه کې به د هغو معدنیاتو د ارزښت په اړه یو تخمین وړاندې شي چې په راتلونکو شلو کلونو کې په ګټور ډول استخراج کېدلې شي. عمده زیرمې په لومړی ضمیمه (۱) کی ښودل شوی دي. دا زېرمې د ورستیو نمونود پایلو په اساس چې د سوداګری او ثبات د عملیاتو لپاره د کاري ډلې (TFBSO) او د افغانستان جیولوژیکل سروی (AGS) لخوا اخستل شوي، پېژندل شوی دي. د عینک (مس) او د حاجیګک ( اوسپنه) د پېژندل شویو زېرمو سره سره ۱۱ نورې زېرمې موندل شوی دي چې ۷ یې د کاري ډلې (TFBSO) او ۴ یي د AGS لخوا په نښه شوی دي. د څلورو لپاره یی ممتازه داوطلبان د ۲۰۱۳ په لومړیو کې اعلان شول او د نورو دوو ( شمالي عینک او تور سیند (سیاه دریا) داوطلبي په راتلونکې کې متوقع ده. سربیره پر کاني موادو، افغانستان لږ تر لږه دوه د هایدروکاربن (نفت او ګاز) حوزې لري: کوچنی یې د آمو سیند حوزه ده چی په ۵ بلاکونو کې یې امتیازات د ۲۰۱۱ په وروستیو کې ورکړل شوی دي؛ او بله د وړتیا له پلوه خورا لویه د افغان تاجک حوزه ده چې د امتیاز به خاطر یې بهرنیو او کورنیو پانګه اچوونکو خپلې وروستی داوطلبی د ۲۰۱۲ په آخر کې تسلیم کړې دي. په ټولیز ډول، تر ټولو سترې اغېزې به د مسو، اوسپنې او د طبیعې ګازو په ذخیرو پورې تړلي وي: د طبیعي ګازو ګټې به تر ډیره مالي وي؛ د اوسپنې ذخیرې به د زېربنا او فرعي پراختیاوو سبب شي؛ او مس به د مالي جریان ، زېربنا، او د توکو او خدماتو د برابرولو پراخه ساحه رامنځته کړي. نور اضافي پوتانسیال د طلا، لیتیوم او د ډبرو د سکرو په ذخیرو کې شتون لري. خو دې سکټور ته د پانګونې راجلبولو لپاره اړینه ده چې د دغه برخې اړونده قوانینو او مقرراتو کې تعدیلات رامنځته شي. پدغه لړ کي په ۲۰۱۳ کال کې د وزیرانو شورا له خوا د کانونو د قانون منظوري ، د استخراجي صعنت او د سرچینو د دهلیز د ستراتیژی د پرمختګ لپاره یو ستره لاسته راوړنه ده، که څه هم چې د یاد قانون مسوده لا د ملي شورا له خوا د تصویبېدو په انتظار ده.

Exhibit One and its translation shall be inserted here

۲. د آمو سیند د تېلو زېرمې لومړنی زیرمې دي چې تولید یې په کوچنی کچه پیل کړې. ظرفیت یې خورا زیات دې چې څیړنه یې پکار ده. د آمو سیند حوزه چې یوه څنډه یې په افغانستان کې موقعیت لري تر ترکمنستان او ازبکستان پورې غزیدلی. په تېرو لسیزو کې ۵ څاه ګانې پکې کیندل شوی، خو د دی بشپړ ظرفیت اټکلي دی، چی د پلټنی عصری تخنیکونو تطبیق ته اړتیا لري. د ۲۰۱۱م کال په ورستیو کې د درې بلاکونو چې دغه ۵ څاه ګانې پکې شتون لري، د تولید او پلټنې حقوق CNPCIW ته ورکړل شو، چې د چین د ملې پترولیم شرکت (CNPC) او وطن ګروپ چې یو افغاني شرکت دی، ترمینځ ګډه پروژه ده. دا پنځه څاه ګانې د تېلو ۸۰ میلیون بیرله معلومې زېرمې او ۸۰ میلیون بیرله نور ممکنه ذخایر لري او په یو کال کی به ۵ میلیون بیرله، او یا د ۱۵ زرو څخه نیولې تر ۲۰۰۰۰ بیرله پورې په ورځ کی (bpd) تولید کړی شي خو پدې شرط چې د تولید حالت ثابت پاتې شي. پاتې ساحه کیدای شي په ډېره اندازه نورې زېرمې ولري چې د اته کلن پلټنو پروګرام موضوع به وي او ورسره هم مهاله به لومړنی تولید هم پېل شي. قرارداد یې د تولید د شریکولو توافق (PSA) په بڼه تنظیم شوی دې. په اوسني قیمت او د تولید په ثابت حالت کې او وروسته له هغې چی د پانګونی لګښتونه بیرته ورکړل شي، د افغانستان دولت به له ساحې څخه ۷۰٪ ګټه ترلاسه کړي – یا د اوسني پراختیایي پلانونو په اساس په کال کې د۳۰۰ څخه نیولې تر ۴۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو پوري عاید ترلاسه کړي. تولید یې د ۲۰۱۲ په ورستیو کې پېل شوی او دا هیله شته دی چې په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کې به یې کچه نوره هم لوړه شي.

۳. د عینکو زېرمه چې د کابل سهیل لویدیځ ته په ۳۵-۵۰ کیلو متری کې د لوګر په ولایت کې موقعیت لري ، یوه له ټولو زیات پېژندل شوې کان دی او لومړنې منرالی پرمختګ به وي چې ګټه اخیستنه به ترې پېل شي.

عینک د لوړې درجې د مسو زېرمه ده او په نړیواله کچه یو تر ټولو لوی کان دی چی تر اوسه ناپرمختللې پاتې دی . د مسو ۲.۳٪ غلظت په نړېوالو معیارونو لوړ غلظت دی. ( په پرتله ایز ډول د منګولیا د اویو تولغوی زېرمه ۰.۷۸- ۱.۳۳٪ مس لرونکي مواد لري)[footnoteRef:5]. په تېرو لسیزو کې په پراخه پیمانه پلټل شوی او د نااستخراج شوي کاني موادو په اړه یې تر ټولو بشپړ جیولوژیکې معلومات شتون لري. په ۲۰۰۸ کال کی یې د استخراج امتیاز MJAM ته ورکړل شوې دی[footnoteRef:6] چې د دوه چینایي دولتي شرکتونو MCC او JCC اشتراک دی کوم چې په قسمی ډول لست شوی دی. MJAM پلان لري چې په کال کې ۲۰۰۰۰۰ ټنه مسي کتودونه او یا په همدا اندازه د مسو غلظت له عینک څخه تولید کړي. همدارنګه MJAM به د ۴۰۰ میګاواټو د برېښنا د تولید لپاره فابریکه جوړه کړي چې د بامیانو ولایت د اشپشتي سیمې د ډبرو په سکرو به چلیږي. د ډبرو د سکرو دغه کان د هم دې شرکت لخوا د افغانستان د دولت سره د یو قرارداد له مخې اداره کېږي. د دې برېښنا یوه برخه (۱۰۰-۲۰۰ میګاواټه) به افغانستان ته په هغه قیمت چې د بریښنا اخستلو قرارداد کي به معین کېږي، ورکړل شي. MJAM اړ دی چې د کان د سیمې خلکو لپاره په یو لړ ټولنیزو پروژو کې او همدا رنګه په قراردادي ډول نامشخص، د ریل د خط په پانګونه کې برخه واخلي. د کان په ساحه کې د کلتوري آثارو موندل کېدلو، امنیتې اندېښنو، او پدې ورستیو کې د قرارداد په سر د خبرو اترو په ګډون بېلابېلو مسایلو د کان د پراختیا چارې ځنډولي دي، خو له دې سره سره دا هیله شته چې د ۲۰۱۶ په وروستیو کې او یا د ۲۰۱۷ په پېل کې به د کان څخه په تولید پېل وشي. کله چې د پانګونې پیسې بیرته ورکړل شوې، لدې معدن څخه تمه کېږې چې د تولید په ثابت حالت کې به دولت ته د ۲۵۰میلیونه امریکایي ډالرو څخه نیولې تر۳۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو پورې عاید پیدا کړي، چی دا اندازه د مسو د محتاط قیمت په اساس ده چې یو ټن ۵۸۰۰ ډالره قیمت لري. د اوسنیو قیمتونو په اساس ( ۷۵۰۰-۸۰۰۰ $) به دولت ته ۴۰۰ -۴۵۰ میلونه ډالر عاید تولید کړي. [5: . رایو ټینټو (۲۰۱۳) ] [6: د افغانستان د کان کیندنې شرکت MCC-JCC ]

۴. د حاجیګک د اوسپنی د زېرمو د امتیاز په ورکړه باندې خبرې اترې روانې دي. فعالول به یې ډیر وخت او زیاتې پانګونې ته اړتیا ولري . د حاجې ګک د اوسپنې کان ۱.۸ میلیارډ ټنه اوسپنه لري. لکه څرنګه چې دا په خاص ډول لویه زېرمه نده ( د نړېوالو معلومو زېرمو د ۱٪ څخه هم لږ)، خو د اوسپنې کیفیت یې ډېر لوړ دی، ۶۲-۶۶٪ Fe یا اوسپنه لري. سربیره پردې، د دره صوف د ډبرو د سکرو زیرمې ته یې نژديوالی ، په ممکنه ډول د پولاد جوړنې لپاره یو په زړه پورې اساس برابروي، لکه څرنګه چې د ډبرو د سکرو دا ډول زېرمی ( د سکرو هغه ډول چې په لوړ حرارت او لږ لوګي سوځي)، ډېر بې ساري دي او د اوسپنی زېرمو ته یې نږدې والی خو لا نور هم بی ساری خبره ده[footnoteRef:7]. د حاجی ګک د دواطلبی لپاره ممتاز داوطلبان په ۲۰۱۱ کال کې ټاکل شوی دي. د کاناډا کیلو ګولډماینز ته د څلورو بلاکونولپاره د خبرو اترو حقوق ورکړل شوي او AFISCO ته چې د هند د عامه او خصوصي شرکتونو چتر دی (چی اکثریت ملکیت د عامه شرکتونو دې او د هند د پولادو د مسؤلی اداری یا SAIL په واسطه یې مشري کېږي)، ته پاتې درې ورکړل شول. د قرارداد په شرایطو په د ۲۰۱۲ کال په مینځ کې توافق شوی دی خو آخرنی امضاء ګانې یې د پارلمان لخوا د کان کیندنې د قانون تر تصویبه ځنډیدلي دي. څرنګه چې د عینک په پرتله د حاجی ګک ځمکپوهنه (جیولوژی) لږه معلومه ده، نو دا قرارداد د څو کلونو پلټنې هم په بر کې نیسې چې تخمیني لګښت یې ۷۵-۱۰۰ ملیونه ډالرو پورې دی او د دې پلټنو د پایلو په اساس به بیا استخراجي کار ترسره شي. که چیرې د استخراج کارونه پېل شي، د AFISCO شرکت به له قرارداد د مخې اړ وي چې ۱۰ میلیارډ ډالره پانګونه وکړي چی تقریبآ درې برخې به یې د اوسپنې د ذوب په کارخانې چې کلنې وړتیا به یې ۷ میلیونه ټنه وي، ولګېږي، چې پدې ډول به AFISCO په نړېواله کچه په ۳۰ سترو اوسپنه تولیدوونکو کې وشمېرل شي.[footnoteRef:8] د لومړني پړاو لپاره- چې په کال کې به ۲-۳ ټنه اوسپنه تولیدوي- به هم تقریبآ ۴-۵ میلیارډ ډالرو پانګونې ته اړتیا ولري. د دې چتر له خوا ورکړل شوی اوسنی بیانیی دا څرګندوي چې هغوي د دویم یاد انتخاب پر مخ بوتللو خوښ دي. که څه هم په دې کوچنی پیمانې باندې په پېل سره، د حاجیګک پروژې څخه ګټه اخیستنه به د آمو سیند یا عینک په پرتله زیات وخت ونیسي: دوه درې کاله به د پلټنو په فعالیتونو کې تېر شي،څو کاله به یې د جوړولو لپاره په کار ولګېږي[footnoteRef:9] او تولید به یې یواځې د لسیزې تر پایه پېل شې چې په راتلونکې لسیزه کې به زیاتوالې ومومي. سره لدې چې د کان د زېربنا اړتیاوې او پولادو د فابریکې شا او خوا فرعي پراختیاوې به د پام وړ وي، مالي اغېزې یې شاید دعینک او آمو سیند حوزې په پرتله لږې وي، اقلا ترڅو چی لویه پانګونه بیرته نه وي ورکړل شوی. [7: . کورډیلټ (۲۰۱۲) ] [8: . ورلډ سټیل (۲۰۱۱) ] [9: .کورډیلت (۲۰۱۲ ،HWTSK (۲۰۱۲)]

۵. د دې هرې یوې زیرمې- مس، تیل، وسپنه - لپاره کیدای شي د دی بنسټیز پراختیاوو ترڅنګ نورې ممکنه پرمختیاوې هم شتون ولري. د تېلو او ګازو په برخه کې، د افغان- تاجک حوزه په فعال ډول تر څېړنې لاندې ده ( د سیسمیک برمې په واسطه(او د پلټنې او تولید په مقصد پدې ورستیو کې داوطلبی ته وړاندې شوه، چې د ۲۰۱۲ په وروستیو کې یې ممتاز داوطلبان اعلان شول. د دې زېرمې د وسعت په اړه اټکلونه په پراخ ډول یو بل سره توپیر لري: د پخواني شوروي اتحاد د وختونو څېړنو دا ښودلې چې کیدای شي د آمو د سیند له حوزې څخه څو چنده زیات وسعت ولري. سربیره پردې، د آمو سیند لاندې «جوراسیک ژور» جوړښتونه کیدای شي د ګازو لوی مقدار ولري. په ټولیز ظرفیت کې یې د پام وړ توپیر موجود دی، خو د مستقلو اټکلونو په اساس چی تر ۹۰٪ باوري دي ښیی په شمال کې ۰.۶۸-۴.۷۱ تریلیون مکعب فټه (TCF) اضافي زېرمې موجودې دي چې اوسط یې ۲.۴ (TCF) دی او کیدای شي تر ۲۰۲۰ او ۲۰۳۰ پورې یې پراختیا ګړندی شي[footnoteRef:10]. په مسو کې، جیولوژیکه پټئ چې د کابل دسهیل لویدیځ څخه تر کندهاره غزیدلې او دا باور موجود دې چې د مسو، سرو زرو او نورو منرالونو لپاره د پام وړ ظرفیت لري. لومړی زیرمه – په غزنې کې د زرخشان ده، چی په ۲۰۱۲ کال کی داوطلبی ته وړاندی شوی او د ۲۰۱۳ په لومړیو کې یو ممتاز دواطلب ورته غوره شوی دی. د مسو نورې زېرمې عبارت دي له شمالی عینک، بلخاب او شیدها څخه. د دې زېرمو وسعت اټکلیز دی البته د پلټنې قرارداد یې تر داوطلبی لاندې ده او یا به شي. بلاخره، داسی آند موجود دی چې د اوسپنې دوهمه لویه زېرمه په تور دره (سیاه دره) کې چې له حاجي ګک څخه ۱۰۰ کیلومتره لویدیځ ته موقعیت لري، شتون لري. لدې سره سره دا زېرمه شاید د نورو هغو په پرتله چې ښکاره ظرفیت لري، ډیره لږ پیژندل شوی او همدارنګه څېړنه او پراختیا یې هم ممکن کلونه ونیسي. [10: .ګوسټاوسن (۲۰۱۲). ]

۶. لدې سره نورې درې زیرمی – ګاز، د ډبرو سکاره او سره زر – له پخوا څخه تولید لري او د نورې پراختیا وړتیا لري. که څه هم چې د افغان- تاجک حوزې ګاز د نور اکتشافی څیړنو لاندي دې، خو په شبرغان کې د آمو د سیند په ساحه کې پېژندل شوی څاګانې شتون لري. دا د ګازو څاهګانې له لسیزو راهیسې تولید کوي او که چېرې پراختیا ورکړل کېږي، نو یادې څاه ګانی به د تولید لپاره د ګاز د تصفیی کارخانې ته اړتیا ولري. دا ښکاره نده چې څومره برېښنا به تولید کړي ( اندازه یې له ۵۰ میګاواټ څخه تر ۲۰۰ میګاواټه او یا هم پورته ښیی). په ۲۰۱۳ کال کې د دې څاه ګانو د بیارغاونې او تجارتي کیدو لپاره ګام پورته شو کله چی TFBSO د پایپ لاین بیارغاونه پېل او یادې څاګانې یې د مزارشریف سره ونښلولې او ADB پخپله په اتو څاګانو کار پېل کړ. لومړنی سیسمیک سروی هم د خوشا په حوزه کې چې هرات ته نږدې ده روانه ده، چېرته چې د ګازو د لویو ذخایرو د موندلو په اړه ډیرې هیلې شتون لري. همدارنګه په افغانستان کې د ډبرو سکاره هم استخراج کېږي، چې د سکرو د ساحې پټئ له اشپشتې نیولې تر دره صوف او بلخاب پورې غزیدلې. د شمال د ډبرو د سکرو شرکت اوسمهال په کال کې تقریبآ یو ملیون ټنه د ډبرو سکاره تولیدوي؛ د عینک د ۴۰۰ میګاواټه برېښنایی کارخانې لپاره د اشپشتی د ډبرو د سکرو له ساحې څخه ۱.۵ میلونه ټڼه سکارو تولید تمه کېږي ( که څه هم MCC دا دعوه کوي چی د هغوي د پلټنې پایلې کېدای شي د دې تخمین په اړه شکونه وزیږوي)؛ او د دره صوف ساحه کېدای شي د ډبرو د سکرو د کاکنګ ډول (د سکرو هغه ډول چی په لوړ حرارت او لږ لوګي سوځي) د پام وړ زېرمې ولري. د دې زېرمو په اړه متفاوت معلومات شتون لري او د نورې پراختیا سره یې دا پوښتنه مطرح کېږي چې ایا دا سکاره په کور دننه د برېښنا یا پولادو د تولید لپاره وکارول شي او که صادر کړی شي. په ډیر ښه حالت کې به دا زېرمې د پام وړ ظرفیت ولري. بلاخره، د مسو د ډیری زېرمو ترڅنګ د سرو زرو ذخایر هم ترسترګو کېږي. یو د سرو زرو ذخیره چې د بدخشان به قره زغن کې موقعیت لري، د کورنیو او بهرنیو پانګه والو خصوصي چتر ته ورکړل شوی ده او نورې یې د داوطلبی د راتلونکې پروسې برخه دي.

۷. په نورو منرالونو لکه نادره عناصر او لیتیوم کې هم پوتانسیال شتون لري. د امریکا د متحده ایالاتو جیالوجیکي سروی USGS راپور ورکړې چې کېدای شي د افغانستان په لویدیځ کې د مالګې په وچو ډنډنو کې د پام وړ د لیتیوم زېرمې شتون ولري ( چې خصوصیات یې د سهیلی امریکا د «لیتیوم د مثلث» سره ورته والې لري). په پرمختللو بټریو کې ( د هغو اساسي استعمالوونکي) د کارېدنې له کبله د لیتیوم تقاضا مخ په زیاتیدو ده او کېدای شي په راتلونکې کې دا ممکنه زېرمی د پام وړ ارزښت پیدا کړي. د نمکسر (هرات) زېرمه باید په راتونکې کلونو کې داوطلبی ته وړاندې شي. سربیره پردې، د هلمند په خانشین کې د نادره عناصرو د تولید ظرفیت موجود وي. د نادره عناصرو قیمتونه په نژدې کلونو کې لوړ شوی دي – که څه هم اوس ثابت دي – او یو لړ هیوادونه ( د امریکا متحده ایالاتو به ګډون، استرلیا، قزاقستان، ویتنام او کاناډا) په فعال ډول د نویو زېرمو د پراختیا په لټه کې دي. د نادره عناصرو د محیطی لویی اغیزې – د زهرجنو او ځینی وختونه راډیو اکتیف فضله موادو په ګډون – او د مخ ښکته ګټورتوب مغلق والې پدې معنی دی چې اقلآ څلور تر پنځه کاله به ونیسي ترڅو تجارتي پلټنه یی بشپړه شي[footnoteRef:11]. پدې حالت کې د بازار جوړښت په اوږد مهال کی د لیتیوم لپاره ډیر مساعد دی نسبت نجیبه فلزاتو ته، لدې سره سره، پراختیا یې کېدای شي څو کلونه وخت و نیسي. [11: . سټراټفور (۲۰۱۰) ]

۸. حتی دا لوی پراختیاوي به هم د کیسې پای نه وي. په افغانستان کې بنسټیز جیولوژیک کارونه په تېرو ۲۰ کلونو کې محدود وو او ډیره لږ جدي پلټنه ترسره شوې ده. نو له همدې کبله دا ډیر امکان لري چی منځنی او لوی زېرمې به لا هم پټې پاتې وي. پدې اړه، د افغانستان دولت د خپل وړتیا د ښه کولو په لړ کې ګامونه پورته کړي ترڅو په اغېزمن ډول د افغانستان د منرالونو او د طبیعي ګازو سکتورونه تنظیم کړی شي او دې سکتورونو ته خصوصي پانګونه را جلب کړي. دا کوښښونه د دې سبب شوي چې د کان کیندنی عصري قانون ( چې کېدای شي د ۲۰۱۳ تر منځ پوری منظور شي) او مقررات ( چې د ۲۰۱۳ په پای کې به منظور شي) وضع او د کان کیندنې او طبیعي ګازو کادستر، د کان کیندنې او طبیعي ګازو تفتیشي اداره (کار پرې ادامه لري) او د افغانستان جیولوژیکل سروی ( کار پرې ادامه لري) په څیر ادارات رامنځته شي.

۹. په تراکمي ډول د افغانستان د زېرمو د تولید ظرفیت ډیر د پام وړ دې خو حجم یی نا معلوم دې، دا نایقیني والی د اجناسو د قیمتونو د بې ثباتی له امله نور هم مغلق شوی دی. اوس مهال د اجناسو قیمتونه پداسې کچه او یا ور نږدې دي چی په لسیزو کې هم ډیر لږ ترسترګو شوي دي، که څه هم په تېرو ۱۲ میاشتو کې دا قیمتونه را لویدلي هم دي. پداسې حال کې چې د خامې اوسپنې قیمتونه په نږدې وختونو کې را لویدلي دي، في ټن (۶۲٪ وسپنه) قیمت یی ۱۳۰ امریکایي ډالره باندې ولاړ دې. له ۱۹۸۲ څخه تر ۲۰۰۴ پورې د اوسپنې د هر ټن قیمت د ۳۰-۴۰ ډالرو( تش په نامه) په شاوخوا کې او یا ښکته وو. د قیمتونو د لوړوالي لامل په چین کې د پولادو د تولید وده ده: په ۲۰۰۱ کې یې ۱۵۰ ملیون ټنه یا د ټولې نړۍ ۱۸٪تولید او په ۲۰۱۰ کال کې یې ۶۲۷ ملیون ټنه یا د نړی ۴۴٪ تولید درلود. د ګڼو لاملونو له کبله دا امکان شته چې د پولادو لپاره د چین دا تقاضا به د دې لسیزې تر پای بدلون و مومي او یو لړ شننونکي دا وړاندوینه هم کوي چې تر ۲۰۲۰ کاله به د اوسپنې قیمتونه ۷۰-۱۰۰ ډالره في ټن ته را ښکته شي[footnoteRef:12]. پداسې حال کې چې د مسو په اوسني قیمت کې د اوږمهاله میلانونو په پرتله لږ تورم موجود دی – فی ټن تقریبآ ۸۰۰۰ ډالره، چې د ۲۰۰۰ کال څخه مخکې لسیزو کې فی ټن ۲۰۰۰ ډالره وو – دا کیدای شی- په لوړه کچه بدلیدونکې وي: د ۲۰۰۶ کال د می له میاشتې د ۲۰۰۷ کال تر جنوري پورې ۳۰٪ را ولویدل او له اپرېل ۲۰۰۸ څخه تر جنوری ۲۰۰۹ پوری ۶۳٪ را ولویدل، مخکې لدې چی صرف په اتو میاشتو کې بیرته دوه چنده لوړ شي[footnoteRef:13]. که څه هم د انرژی نړیوالې ادارې (IEA) د اټکل له مخې د تېلو قیمتونه به د دې لسیزې په دوران کې لوړ پاتی شی، د تېلو د بازار بدلون – او د تېلو په عاید د مالی اتکاء خطرونه – په ښه ډول معلوم دي. د اجناسو د قیمتونو بې ثباتي په داسې لاملونو پوري اړه لري چې د افغانستان او حتی پخپله د دغه سکتور څخه د باندی واقع دي: په ۲۰۰۸-۹ کلونو کې نړېوال اقتصادي بحران د دې سبب شو چی د اجناسو قیمتونه ۵۰٪ را ولویږي. که چېرته په نړېوال مالي بازارونو کې شته ستونزې په یوبل بحران بدلې شي نو دا امکان شته چی د اجناسو په قیمتونو کې به همدارنګه بدلون را مینځته شي. [12: .د نورو سره، روپر و زاو (۲۰۱۰). ] [13: . د لندن د فلزاتو د تاریخی احصایی په اساس. ]

۱۰. حتی د بازار د نایقیني توب برسیره، که چېرې نړیوال او یا کورنی ډاډ لږ شي نو په زېرمو کې د پانګونې تنظیم د پام وړ ځنډ سره مخ کېدای شي. یو له ټولو مهم خطر د کان کیندنې او یا طبیعی ګازو په برخه کې په ژمنو شویو پانګونو کې د ممکنه ځنډ راتګ دی. د کان کیندنې د نړېوال صنعت د پانګونې لپاره پلانونه په ډېره چټکی سره بدلون موندلای شي: په ۲۰۱۱ کی BHP بیلیتون پلان درلود چی د ۲۰۱۵ تر پایه ۸۰ میلیارډ ډالره پانګونه وکړي؛ خو په ۲۰۱۲ کال کې شرکت له خوا دغه کچه نیمایي ته راټیټه شوه. رئیس یی د ۲۰۱۲ کال په می کې وویل « لکه څرنګه چی پخوا دا صنعت د پانګونو د فرصتونو او انتخابونو د کموالي سره مخ و، اوس د مالي سرچینو په پرتله پروژې ډېرې دي». د ۲۰۱۳ په لومړیو کې د کان کیندنې د نړی تر ټولو سترو شرکتونو د خپلو لویو شتمنیو اندازه په میلیارډونو ډالره کمه کړه چې د دوه عمومی اجرائیوي مدیرانو د استعفی سبب هم شوه. دا ډول نا کراری به په مالي ثبات او د سکټور د پراختیا په اعتبار اغېزه وکړي ( او همدارنګه به په غیر مستقیم ډول د پانګونې د جلبولو په توان) او په ممکنه ډول به په ټولیز ثبات به هم تاثیر پریباسي. په ۲۰۱۴ کال د ټاکنو په راتلو، د بهرنیو قواوو په وتلو او د مرستو په کمیدو سره په تجارتي اعتماد باندي په بالقوه اغیزه سره نور هم مغلق شي.

۱۱. د دې سکټور پراختیا به په کلکه د کورني او سیمه ایز سیاسي اقتصاد سره تړلې وي. «انتقالي» دوره، چی د ۲۰۱۴ تر پایه به دوام وکړی، د ټاکنو، د بهرنیو قواوو د وتلو او د مرستو په څرنګوالی کی د بدلون شاهده به وي. پدې مدت کې به د هېواد ثبات د زېرمو د سکټور په تنظیم او پانګونه اغېزه وکړی. په همدې ډول به جیوپولیټیک چاپیریال او د افغان دولت او پراختیایي ټولنې دننه د وړتیا او همغږی مشخص خطرونه به هم خپل اغېز پریباسي. د عایداتو د پیدا کېدو او پانګونې کچې ته په پام سره ، د زېرمو سکټور به د ځایي خلکو، شاوخوا ولایتونو، او په ټولیز ډول د هیواد او سیمه ایز جیوپولیټیک د سیاسی اقتصاد سره د پام وړ تعامل ولري. د نړېوال بانک د استخراجي صنعت د پراختیا نوښت (E4D) دا راښیی چی په محلي کچه « یو معدن نشي کولای به هغه ټولونو کې ګټور اوسي کومې چې ناکامې شي». د پراختیایی بودجې په کارونې سره د ځایي خللکو په ژوندانه کې ښه والی به د ټول شموله ودې لپاره مهم وي. په عین حال کې، د دولتي او نادولتي ولایتي فعالانو کړنې به د پانګونې په اغیزمنه جریان، مصونیت او سمې څارنې باندی هم اغېز وکړي. د مثال په ډول ولایتي سیاسي اقتصاد، د ګمرکونو د عایداتو د کنټرول او اداري په وړاندې یو خنډ پاتې شوی دی. ضروري نده چې ووایو ولایتي، ملي او سیمه ایز سیاست او امنیتي وضعیت به د پانګونې په جریان او سرعت باندې ستر اغېز ولري. په ټولو سطحو، ګډونوال به په خپل ژوندانه کې د احساس وړ بدلون هیله ولري چی کېدای شي د نه اټکل کېدونکی ټولنیز بدلونونو لامل وګرځي. د افغانستان له سرحدونو ها خوا، د وارداتو او صادراتو مخصوصو لارو شتون – او په همدې ځایونو کې د ځینو زېرمو شتون – به د شاوخوا ملکونو په پراختیاو او بهرنیو اړیکو متکي وي. لدې سره به، په ټولیز ډول د دې سکټور وده له څرګند خطر سره مخ وي.

۱۲. د داسی نایقینی په موجودیت کې تخمینونه یواځې ښودونکې کېدای شي. په محتاط ډول، که څه هم دا سکتور به د اقتصاد او مالې عایداتو په تولید کی د پام وړ ونډه ولري. که چېرې ټولې زېرمې پراختیا ومومې، په راتلونکې لسیزه کې بهرنی مستقیمه پانګونه تر ۱۰-۲۰ میلیارډ ډالرو پورې رسیدلای شي؛ مالي عایدات به تر ۲۰۲۲ او ۲۴ پورې په کال کی ۰.۷-۱.۵ میلیارډ ډالرو ته ورسیږي او په عین مهال کې به صادرات په کال کې تر ۱۰-۱۲ میلیارډ ډالرو پورې ورسیږي. په کار موندنې به یې اغیزه مهمه وي، چی په تفصیل سره لاندی پری بحث شوی دی.

۱۴. د نایقیني والي سره سره، د سکټور مستقیمه اغېزه ، که څه هم لویه به وي،خپل پخپله به د بدلون لامل نشي او نه به د ټول شمولې ودې باعث وګرځي. عینک نشي کولای له ۸۰۰- ۱۵۰۰ څخه زیاتې دندې تولید کړي. اکثریت به یې نیمه او یا بشپړ مهارت لرونکي کارکونکې وي اود قرارداد له شرطونو سره سم باید پدی وظیفو کی د افغانانو سهم د تولید تر ۵ کلونو پورې ۷۵٪ ته لوړ کړی شي. حاجي ګک ممکن له ۴۰۰۰ – ۵۰۰۰ پورې وظیفې تولید کړي او حتی د اوسپنی د ذوب کارخانه – که چېرې په عصري ټکنالوژی سمباله جوړه شي – یواځې ۵۰۰۰ کاري فرصتونه به برابر کړي[footnoteRef:14]. د تېلو او ګازو صعنت به لدې هم لږ خلک به مستقیم ډول وګوماري. حتی که چېرې ټولې زېرمې هم د لومړیو زطرمو په اندازه وي او په عین اندازه خلک په وظیفو وګوماري ،بیا به هم د کان کیندنې سکټور په ټولیزه توګه د ۲۰۰۰۰ څخه زیاتو خلکو ته کاري زمینه برابر نشي کړی. لکه څرنګه چی اکثریت به یی نیمه او یا بشپړ مهارت لرونکې کارکوونکې وي او د کم مهارت لرونکی وظیفی به اکثرآ له سخت جسماني کار سره یوځای وي، د بېوزلو او ښځو لپاره به یی ګتې محدودې وي. مالي ګټو ته په پام سره، هغه عایدات چی په مخکی برخو کې تخمین شول، لا دمخه په اوږدمهاله پلانونواو وړاندوینو کی شامل شوی دي. د مثال په ډول دغه عایدات به دومره نه وي چې مالي خلاوی ډکې او په بشپړ ډول د مرستو ځای ناستي شي. تر ډېره حده، د دې زیرمو مالي عایدات به د ۲۰۲۲ او ۲۴ کلونو پورې د اوسنیو ملکې مرستو ۳۳-۴۰ ٪ جوړه کړي[footnoteRef:15]. په بل عبارت، دا به بخپله دومره عاید تولید نه کړي چې د اوسنی مرستندویه جریان متبادل وګرځي. سربیره پردې، د ښې ادارې نه پرته کېدای شی له دې شتمنی څخه په بشپړ ډول ګټه پورته نشي کړی. په ټولیز ډول، زېرمې نشي کولای چط د ټول شمولې ودې لامل وګرځي ترڅو چې د سکټور د مستقیم اغیز څخه پوره ګټه وانه خیستلې شي او د شمولیت او مدیریت ننګونو ته د حل یوه لاره و نه لټول شي. د دې لپاره چې کان کیندنه ټول شموله کړی شي او اغیز یې پراخه شي نو باید د زېرمو د دهلیز تګلاره خپله شي. دا تګلاره به د پانګونو او اصلاحاتو په تنظیم او ترتیب سره اعظمي استفادي ته زمینه برابره کړي او له بلې خوا به هڅه وکړي چی هغه ګڼ خطرونه و بې باوری راکمې کړي چی مخکې ترې یادونه وشوه. [14: . په نورو ځایونو کې د مسو د معدنو، د اوسپنې ذخیرو او د پولادو د فابریکو د خصوصیاتو به اساس (التایی، ۲۰۱۲). ] [15: . په ۲۰۱۰-۲۰۱۱ کې ۲،۵ میلیارډ ډالره تخمین شوې دې. وګوری هوګ، ناسیف (۲۰۱۳). ]

ب. لرلید: هڅونکې اقدامات ۲۰۱۲-۲۰۲۴

۱۴. اساسي اصول: د سرچینو د هلیز تګلاره د پورته یاد شوي پوتانسیال د تحقق او ښې ګټې اخیستنې په مقصد په یو لړ مهمو اصولو بنا شوې ده . لومړی، تمرکز په افغانستان دې، که څه هم دا کار د سیمه ایزو پروګرامونو بشپړوونکې دې نه دا چې د هغوي څخه جلا. د لازیاتې عامه پانګونې لپاره چې د خصوصي پانګونې د تکمیل په مقصد ترسره کېږي ، تسلسل او تنظیم اهمیت لري. نه افغان دولت او نه هم باید تمویلوونکي اوس مهال داسې قطعي پریکړې وکړي چې وروسته هم کېدای شي ( د « انعطاف منونکې طرحې » اصل ). هغوي باید د داسې پانګونو په اړه بیړه ونه کړي چې کېدای شي وروسته د خصوصي سکټور لخوا په ښه ډول تمویل شي. له بله پلوه، خطرونه باید وپېژندل شي: پدې کې د کان کیندنې د پانګونې ځنډ، فساد او ضعیفه اداره، د امنیت خرابوالی او د حکومت وړتیا شامل دې. د دې خطرونو او موجوده نایقیني حالت په پایله کې لنډمهاله پانګونه او کړنی باید پخپله د منلو وړ وي، نه دا چې د کیندنې په پروژه متکي وي ( لکه: زېرمی د پانګونې د لمړیتوبونو په ټاکلو کې مرسته کوي نه دا چی هغوي ته اعتبار وربخښي. ). لدې سره تړلې توقعات باید تنظیم شي: لنډمهالې پایلې به حقیقي وې خو دومره ډېرې به نه وي، حال دا چې تر ټولو زیاته اغېزه به یې د بدلون د لسیزې په دوهمه نیمایي کې د احساس وړ وي. بالاخره، په اوږدمهال کې:دولت، خصوصي سکټور او د پراختیا ګډونوال باید دغه لار قایمه ونیسي.

۱۵. ښه سناریو یا حالت- د کارونو د پېداکېدنط او اقتصادي اغیزو د پراخوالي په مقصد به «نرمه» زېربنا او «سخته» زېربنا ترتیب او تنظیم شي. د سرچینو د دهلیز تګلار د دغه ډول اغېزو د رامنځته کولو لپاره باید چې په څلورو ساحو کې ګامونه سره یوځای او منسجم کړي: فزیکي یا سخته زېربنا، معیشت، چاپیریالیزې او ټولنیزې اغېزې؛ او حکومت داری («نرمه» زیربنا). په څلورواړو ساحو کې موخه دا ده چی کارونه پیدا او عایدات لوړ کړی شي. په هریو کې عامه – خصوصی اتحاد په نظر کې نیول شوی، لکه د سختې زېربنا د ګډې کارونې لپاره د اضافي پانګونې زمینه برابرول یا د خصوصي سکټور د ملاتړ په مقصد دولتي لاسوهنه ترڅو وکولای شي د کانونو په سکټور کې د اجناسو او خدماتو د تقاضې څخه پوره پوره ګټه واخلي. موخه د عامه پانګونې مناسب تنظیم دې، فرق نه کوي که پانګې په لومړیو زېرمو پورې اړه ولري او که په وروستیو پورې. اړتیا دا ده چې هغه عامه خدمتونه په ګوته شي د کومو عرضه چې نه یواځې ډیرې اقتصادي ګټې لري بلکې د شویو پانګونو د بیرته لاسته راوړنې امکان هم زیاتوي. پدې سره به یو ښه جریان رامنځته شي په کوم کې چې د عامه او خصوصی پانګونی تعامل د پراخې اقتصادي ودې لامل ګرځي او د لانور پلټنې او پراختیا لپاره مساعده چاپیریال رامنځته کېږي چې پایله یې لا نوره وده ده.

۱۶. لومړی باید د سکټور د اړتیا وړ زېربناوې، اجناس او خدمات و پېژندل شي او په څه ډول کولای شو چې دغه د هېواد دننه برابر کړو: په شمال کې د تېلو او ګازو زېرمې محدوده اندازه برېښنا او کارونو ته اړتیا لري، خو ترانسپورت او نورو خدمتونو ته ډېر ضرورت لري. په خاصه توګه، د آمو سیند ذخیرې څخه به په ورځ کې د دوه ریل ګاړیو مساوی تېلو انتقالولو ته اړتیا وي. د دې ترڅنګ د کاریګرو او خدماتو لپاره د ۲۰۰-۴۰۰ میلونه ډالرو او د عملیاتی مصارفو لپاره د ۵۰-۱۰۰ میلیونه ډالرو پورې پانګې ته اړتیا ولري[footnoteRef:16].د افغان-تاجک حوزه به د خپل وسعت له امله د دې لګښتونو څوچنده ته اړتیا ولري. د دغو پانګونو پراخه اقتصادي اغېزه به په زیاته اندازه پدې پورې اړه ولري چې په څومره اندازه تجهیزاتي پانګه (Capex) او عملیاتي پانګه (Opex) په هېواد کې دننه چمتو کېږي. د زېربناو په برخه کې ، د شمال د ګاز د منځ مهاله يراختیایې سناریو په نتیجه کې به د ۲۰۲۰ وروسته د ګاز په وسیله د پام وړ برېښنا تولید پېل شي. دا برېښنا کېدای شي په شمال کې تولید شي ( ممکن د پولادو په فابریکه کې د تولید شوي ګاز څخه کار واخیستل شي که چېرې په مزار کې موقعیت ولري) او د انتقالي لاین له لاری سهیل ته یوړل شي. همدارنګه ګاز کېدای شي د د پایپ په وسیله کابل ته انتقال او هلته د ګازو په واسطه څرخیدونکي توربین (CCGT) کارخانې ته یوړل شي، د مثال په ډول ۵۰۰ میګاواټه به یو زیات حجم تولید کړي چی په صنعتی کارونکو به وویشل شي. عینک به د لویو زیربناوو لپاره او د پام وړ اجناسو او خدمتونو ته په ټولو سکتورنو کې اړتیا ولري. لومړنی فعالیت کونه به یی ۱۰۰ میګاواټه برېښنا او یا ۲۰۰-۳۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا ولري، که چېرې ذوب کوونکې فابریکه هم ورسره جوړه شي. په کال کی د ۲۰۰۰۰۰ ټنه مسو صادرات – غلیظ او کتود – به ۵۰ لاریو ته په ورځ کې اړتیا ولري چې د پاکستان له لارې تقریبآ په یقیني ډول بحر ته ترانزیټ شی. په آشپشته کې د برېښنا د کارخانې د جوړولو لپاره به دوشي ته د تجهیزاتو انتقال د بامیانو له لاری تر سره کېږي. په مځکه باندې د انتقالي لاین د غزولو لپاره به د «عبور یا د تیرید و حق» لاسته راوړل اړین وي[footnoteRef:17]. د حاجي ګک لپاره وضعیت مغلق دی: که چېرې کاکنګ ډوله د ډبرو سکاره د ښه کیفیت لرونکې وي، نو د پولادو لپاره سیمه ایز بازار ته په پام سره، په دره صوف یا مزارشریف کې به د کال ۲-۳ میلون ټنو په وړتیا سره د کارخانې جوړونه به ګټوره تمامه شي؛ دا به په خپل وار سره له حاجي ګک څخه تر مزار پورې د ریل لیکې ته اړتیا ولري ترڅو د ډبرو کاکنګ ډوله سکاره مزار ته انتقال کړي؛ د پولادو د فابریکې د یو فرعي محصول په ډول تولید شوي ګاز کېدای شي په لویه بریښنا تولیدوونکي کارخانه کې وکارول شي(AFISCO په خپله داوطلبی کې ۸۰۰ میګاواټه ذکر کړې) که چېرې دا ګاز له طبیعي ګاز سره مخلوط شی؛ او تر دې اندازې لویه د پولادو فابریکه به د عملیاتي مصارفو لپاره ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ولري، چې لدې څخه ۵۰۰-۶۰۰ میلیونه یې کېدای شي د هېواد دننه په مصرف ورسیږي.[footnoteRef:18] د دې یادولو ضرورت نشته چې د حاجي ګک د کان، د ډبرو د سکرو او د پولادو د فابریکې د ساحو د خلکو معیشت ښه والې ته اړتیا لري؛ د ریل لیکه به ځمکنی لاری ته اړتیا ولري او د بامیانو د درې کلتوري میراث باید وساتل شي. [16: . التایی (۲۰۱۲). په نورو ځایونو کې د مقایسې وړ پراختیاوو په اساس ] [17: . «عبور» د انتقال د لاین لپاره د يوې مځکې څخه د تیریدنې حق دی کوم چی د ځینو فعالیتونه لپاره د لاین د لاندې مځکې کارونه محدودوي. ] [18: . کورډیلټ (۲۰۱۲). ]

۱۷.په لنډ او منځ مهال کې دا اقدامات باید په څلور برخو کې منسجم او ترڅنګ یې په اوږد مهال کې د درې نورو غوره شویو برخو پراختیا په پام کې ونیول شي. (دویمه نقشه وګورئ): لومړنی برخه به په شمال کې د هایدروکاربن شاوخوا کې جوړه شي. دویمه برخه به په ختیځ کې د عینک او د ډبرو د سکرو په ساحه کې متمرکزه وي چې د قره زغن د سرو زرو له زېرمې سره به هم ونښلي. دریمه برخه د زېرمو د پانګونې په کوم مخصوصه ساحه باندي تمرکز نه لري، بلکې اړیکې ښې کوي او د هرې زېرمې پانګونې او ورسره تړلو فعالیتونو لپاره د ټرانسپورت وسایلو ته پراختیا ورکوي. دا برخه – « د هندوکش نه ها خوا» - د سالنګ په تونل باندې متمرکزه ده. وروستی برخه به په انرژی او پولادو تمرکز ولري او د فعالیتونو د اندازې او ډول لپاره به یو لړ انتخابونه چمتو کړي چې یواځې د راتلونکو دوه درې کلونو د څیړنې په ترڅ کې به واضحه شي: ( د مثال په ډول، د پولادو د کارخانې ابعاد او ممکنه فرعي فعالیتونه؛ د برېښنا د انتقال د ولتاژ اندازه). د اضافي ګټو په اړه باید وویل شي چی دا وروستی دوه برخې به د هېواد درې تر ټولو زیات کرنیز محصول لرونکې سیمې سره وصل کړي ، د کومو څخه چی لومړنی دوه برخې تېریږي: د شمال د غنمو تولیدونکې سیمې او د ننګرهار ولایت د جلال آباد شاوخوا د بیلابیلو زراعتي محصولاتو تولیدونکې ساحې. په اوږد مهال کې، د درې غوره شویو برخو پراختیا هم امکان لري چی د زېرمو د خصوصیاتو په یووالي او نورو متغیرونو به متکي وي: لومړی، د ختیځ د مسو د برخې لویدیځ خواته غزیدنه ترڅو زرخشان او د مسو نورې زېرمې چې کېدای شي وموندل شي، په بر کې و نیسي ؛ دویم، د شمالي برخې غزیدنه د هرات په لور، چی د ایران د رېل له شبکی سره وصل شي او د شیدا د مسو زېرمې هم پکې شاملې شي؛ دریم، په اوږدمهال کط له سهیل نه ختیځ خواته د رېل د یو زیات وړتیالرونکي خط جوړیدنه چې له حاجي ګک څخه د ایران د چاه بهار یا د پاکستان د ګوادر بندر پوری غزیدلې وي. د دي وروستي انتخاب تحقق به مساعد کورني امنیت، سیمه ایز جیوپولیټیک او د اوسپنې لوړ ثابت قیمتونو ته اړتیا ولري.

Translation of Exhibit 2 shall be inserted here

۱۸. د هرې برخې په اوږدو کې «نرم» او «سخت» اقدامات به د ټول شموله ودې لپاره یو بشپړ حمایو چوکاټ مینځته راوړي: د مثال په ډول په ختیځه برخه کې به لنډ مهاله او منځ مهاله اقدامات په لاندېني نکتو مشتمل وي: د «نرمې» زېربنا اړونده برخه کې، په کابل کې د تصدیو او د عینک شاوخوا ټولنو پراختیا، ترڅو د کان او د برېښنا فابریکې ته اجناس او خدمات چمتو کړی شي ( حتی که چېرې«دویم لاسي» هم وارد شوي وي )؛ د کان شاوخوا او د آشپشتی د سکرو په ساحه کې د ټولنې د پراختیا توافقات ( ترڅو د ټولنې سره د ګټې شریکول یقیني شي)؛ - د اړینو سړکونو او د انتقال د لاینو په مقصد د عبور حق لاسته راوړلو یا بشپړ استملاک لپاره د ځمکې د استملاک د پروسې تقویه کول؛ د عینک په ساحه کې د لرغونې اثارو کيندنه چټکه کول؛ او د عوایدو د ضایعه کېدو د مخنیوي په مقصد د قرارداد د نظارت لپاره وړتیا پېدا کول ( د مثال په ډول، تولید شویو مسو د وزن د ارزونې لپاره). په «سخت» زېربنایز پانګونو کې به سړکونو ته لومړیتوب ورکړل شي او د بامیانو د برېښنا له فابریکې څخه نیولې تر عینکه پورې او د هغه ځاي څخه تر تورخم او بیا پیښور پورې وغزول شي ( دا پورتني ټول د اضافي ګټو لرونکي دي چې په لاندې ډول تشریح کیږي)؛ د پلان، تدریجي پانګونې، او د «برج د کوډ» (Grid Code) په واسطه د بریښنا د فابریکي امنیت ټینګول؛ او په اوبو کې ، چې په ممکنه ډول لوی ترین ګواښ او فرصت دی، د عینک د اوبه ستونزه به د کابل د اوبو د اوږمهاله ستونزې ته په یو دوامداره حل لټولوسره رفع شي. د دې هر یو په اړه لاندې نور تفصیل ورکړل شوی دی. په ټولیز ډول، دا به د عینک لخوا تولید شوي کارونه تر پنځه چنده پورې لوړ کړي او په غیر مستقیم ډول به ۶۵۰۰ کاري فرصتونه پیدا کړي. ۲۵۰۰ نورې دندې به په اشپشته یا هغې سره نږدې پېدا شي[footnoteRef:19] ؛ د ځایی خلکو لپاره د پراختیا د پایلو بهترول ( مثلآ د روغتیا او پوهنه په برخه کې)، دسړکونو او برېښنایي شبکو په پیاوړی کولو سره د نورو پراخو اغېزو تولیدول او همدارنګه د کابل ښار د ۳-۵ میلونه وګړو د اوبو د ستونزې حل. [19: ۱۹. د عینک لپاره د پنځه ذ مضروب په غیر مستقیم حد په اساس؛ او د ورته مضروب په اساس ۵۰۰ نورې دندي د سکرو په دستګاه کې او د معدن د فعالیت په نتیجه کې ( د ورته بریښنایی دستګاوو په اساس تخمین) )Based on a benchmark indirect multiplier of five for Aynak; plus 500 jobs at the coal plant and mine operation (estimate from similar power operations) with a similar multiplier.( ]

۱۹. منځنې سناریویا حالت ـ څه باندې یوه لسیز وخت کې به په ټولو یادو برخو کې په سخته زیربنا باندې تقریباْ ۷-۹ میلیارډ ډالره پانګونه وشي. د دې پانګې دریمه یا دوه په دریو برخو کې به د خصوصي سکټور له خوا برابر کړی شي او تر ډیره به عامه پانګونه چې نور سکټورونه ترینه ګټه اخلي ،پکې ولګول شي. د څلورو لنډمهاله او منځ مهاله برخو د پانګونې سناریو به په ټولو برخو کې د پام وړ نرمو زېربناوو ته اړتیا ولري. لومړی به پروګرامونه د پانګونې اړونده یوه برخه کې تجربه شي او بیا د دغه تجربې څخه په زده کړه، په نورو برخو کې تکرار او پراخه شي. دغه ډول پروګرامونه به نه یواځې دا چې لوی اقتصادي ګټې ولري بلکې په پلي کونه به یې هم نسبتاْ کم لګښت راشي. د تمویل په پرتله به د تطبیق کیفیت او د مالي ژمنو دوران عملي کول ستونزمن وي. پدې سربیره، د سړکونو، برېښنا، اوبو او د رېل خط لپاره به هم ډېرو لویو پانګونو ته اړتیا وي. د هغه لوی لارو د جوړولو لپاره چې قوي ستراتیژیک منطق ولري، تقریبا٫ْ دری اعشاریه پنځه (۳.۵) میلیارډ ډالرو ته اړتیا وي او د ۲،۵ میلیارډ ډالرو څخه نیولې تر ۳ میلیارډ ډالرو پورې د منځنی کچې انتخابونو لپاره پکار وې چی منطق یې لاتر اوسه معلوم نه دی؛ همدا ډول به په اوږد مهال کې د لوی کچې درې انتخابونه په تدریجی ډول (۲،۵) څخه نیولې تر درې (۳)میلیارډ ډالرو پورې لګښتونه وغواړي[footnoteRef:20]. پدې مقدار کې د کان کیندنې د پانګوالو له خوا زیربنا جوړیدنه (۲.۵دوه اعشاریه پنځه میلیارډ ډالره ) او همدارنګه هغه پروژې چې له پخوا تمویل شوي ( ۱ میلیارډ ډالر) شاملې دي. که چېرې د لوی کچې انتخابونه د پامه وغورزول شي ، سره لدې به هم د ۲.۵ میلیارډ ډالره ناتمویله پاتې شي او یا به یې د تمویل ژمنې ناتضمینه وي. دا مقدار به په راتلونکې لسیزه کې په بېلا بېل وختو تقسیم وي. کله چې په زېرمو، ساحو او پخپله د پولادو په فابریکه کې د خصوصي سکتور ونډه ور اضافه شي ، د درې اعشاریه پنځه (۳.۵ ) میلیارډ ډالرو په اندازه عامه پانګونه به وکولای شي د خصوصي سکتور تقریبآ ۱۲ میلیارډ ډالره پانګونه وهڅوي، پدې محاسبه کې د کان کیندنې د عرضې زنځیر او د سرچینو دهلیز لخوا هڅول شویو نورو سکتورنو کې د خصوصي سکتور پانګونه په پام کې نه ده نیول شوی . د پانګونې تفصیلات په مله سلایډونو کې ورکړل شوی او غټ ټکي یې په لاندې برخه کې بیان شوی دي. د پانګونې په يوه ستراتیژی کې د لومړیتوب په اساس د دوي د ترتیبولو په مقصد باید د نایقیني توب هغه لوړه کچه چې کولای شي په هر ډول پلان جوړونه باندې اغیز وکړي، په پام کې ونیول شي. [20: . د مثال په ډول د د کابل او مزارشریف تر منځ سرک د درانده موټرو د تګ راتګ وړکول، په شمال کې د ۸۰۰ میګاواټو په ظرفیت د ګازی بریښنا فابریکه تاسیس کول او تر ټولو قیمته مګر په اوس وخت کې نااقتصادي او د نه تحمل وړ، د هندوکش دهلیزانتخابونه ( د مثال په ډول په تدریجی ډول د سالنګ پراختیا) ]

ج. ابهام، سناریو او اړینه ستراتیژي:

۲۰. ټول نا یقیني حالتونه د خطر په معنا نه دي: مثبت پرمختګونه هم ممکن دي. پلانونه او ستراتیژی یواځې باید د منفي پراختیاوو څخه د حفاظت په مقصد جوړې نشي بلکې دومره انعطاف ولري چې د مثبتو هڅونکو حالاتو څخه هم ګټه واخېستلای شي. د زېرمو یوه بله څپه او حجم او همدا رنګه په سیمه ایز سیاست کې پراختیاوې هغه دوه مهم متغیرونه دي چې کیدای شي له توقع څخه زیاتې مثبتې پایلې ولري. . که چېرې د سختو او نرمو زېربناوو لپاره اقدامات پراخوالې پېدا نکړي ، اضافي وړتیاوې – لکه د ګاز په ساحو کې او یا د ترانزیتي تجارت لپاره په فرصتونو کې – به ګوښه پاتې شي چې پدې ډول به دا فرصتونه په ډېره لوړه بیه تمام شي. تر دې اندازې د غیر یقینی حالت ته په پام سره پدغه وخت کې د «اوسط» لپاره د پلانګذاری معیاري تګلاره چې د حساسیت محدود شمېر معاینات هم ولري، شاید بسنه ونکړي.

۲۱. په پایله کې، ستراتیژي باید یو لړ لوی سناریوګانې په پام کې ونیسي او انتخابونه ډیزاین کړي؛ پدې معنا چې کله د وخت په تېریدو سره یو یا بل یې (سناریو) پراختیا ومومې نو د فعاله کېدو وړ وي. لدې سره سره، د متغیرونو د ډیر زیات مغلق والي او یو له بل سره تړل شوي نایقیني حالتونو ته په پام، د ټولو پایلو لپاره پلان جوړونه – یا « د علت سناریوګانې» - ناممکن کار دی. که څه هم یو کس کولای شي په نسبي ډول د پایلو د مختلفو ټولګو یا سیټونو ترمنځ توپیر وکړي چې د علتونو یو لړ مختلف سیټونه په وسیله منځته راځي، لکه د پایلو سناریو. پنځه دغه ډول سناریوګانې پېژندل شوي او لاندې له منفي څخه د مثبت به لور تشریح شوی دي.

۲۲. لومړی سناریو « سقوط» - د زېرمو د سکټور پانګونې په بر کی نیسی چی پخپله نه واقع کیږي او په نتیجه کې یې عامه پانګونه متروکه او ضایعه کېږي. پدې سناریو کې، په زېرمو کې پانګونې تر کلونو ځنډیږي او یاهم نه واقع کېږي. دا حالت کیدای شي په ټول هېواد کې او یا هم د زېرمې د پانګونې له ځای سره نږدې د دوامداره سیاسي نا کراری له امله را پېدا شي او د خصوصي سکټور د دلچسپی د ختمېدو او یا اقلآ په پانګونه کې ترڅو کلونو پورې د ځنډ رامنځته کېدو لامل شي. دا کېدای شي د اجناسو به دوران کی د منفي بدلونونو او یا د خصوصي سکتورد توقع برعکس کمې ګټې ترلاسه کولو له کبله وي او یا شاید پانګوال داسې پریکړه و کړي چې تر څو دنایقینی حالت نه وي سم شوی د هغوي کارونه باید ودریږي، او یا هم د زېرمې د پانګونې په ځای کې شخړې مینځته راشي. پدې سناریو کې منفي پایلی به نه یواځی خپله د پانګونې نه موجودیت وي بلکې د سخت زېربناوو په اجزاوو کې د شوي پانګونې ضایعه کېدل به هم وي چې منطق یې په ډیره اندازه پخپله د زېرمې په پانګونه پورې تړلې وو. څرنګه چې دا خطر باید د وخت له تېریدو سره د ځینواساسي نایقیني توب حالتونو په سمون سره له منیځه لاړ شي، خو د ډېرو لویو پانګونو لپاره به په خپل ځای پاتې شي ( مثلآ: د رېل په خط کې پانګونه له سهیل نه ختیځ خواته کېدای شي ودریږي که چېرې د اوسپنې قیمتونه په ډېره پیمانه راولویږي). د لنډ مهال لپاره د حاد خطر په حالت کې په هغه ګامونو باندې تمرکز وشي چې قوی منطق ولري او په زېرمو کې له پانګونې څخه مستقل وي، ترڅو د دې زېرمو د پانګونې لپاره د خپلو اضافی ګټو په اساس لومړیتوب ورکړل شي. دا خطر کېدای شي تر یوې اندازې د عامه – خصوصي توافق په پراختیا سره له مینځه لاړ شي چې د ټولو لپاره ګتورعامه خدمتونو کې پانګونه کوي اوپه عین حال کې د خصوصي سکټور ګټې هم تقویه کوي، خو دا په وخت او د خصوصي پانګونو په سرعت پورې تړاو ولري ( لکه څرنګه چی د مدغاسکر د ودې د ستن یا پایی په جوړولو سره ترسره شوی، چیرته چی د منرالونو بندر څخه مختلف ډوله کارونه اخستل کېدل چې د عامه پانګونو به واسطه ترسره شوی وو).

۲۳. په دویمه سناریو کې استخراجي پانګونه صورت نیسی، خو « ګوښه» پاتې کیږي او ډیرې لږې هڅونکې اغیزې لري. پدې حالت کې، خصوصي پانګونې واقع کېږی او په محدوده اندازه مالي اغیزی مینځته راځي. د مثال په ډول، صرف ځینی زیرمی د امنیت، د پانګونی خصوصیاتو او یا د اجناسو د مارکیټ د ښکته پورته والی له امله ګټورې وي. زیربنا جوړیږي خو خو ناوخته جوړیږي او په خراب ډول ساتل کېږي. د معیشت پراخه ښه والی لپاره اقدامات نه ترسره کېږي، ځکه چې خصوصي سکټور او کلیوالی سیمی د نوي «سختې» زېربنا څخه ګته نشي پورته کولای. په پایله کې، یواځی په شمال کی یو او یا دوه برخې جوړیږي. عام خلک په پراخ ډول د زېرمو د سکټور ګټې نه ویني، چې له همدې کبله خپل مشروعیت له لاسه ورکوي. که څه هم پدې سناریو کې په سخته او نرمه زېربناوو کې شوی پانګونې په بشپړ ډول نه ضایعه کېږي خو ولی د خلکو شمولیت به پکې محدود وي او ښایی د سرچینو سکتور او دهلیز به ونشي کړای په ثبات او یا پراخ-بنسټه ودی کې برخه واخلي. لکه څرنګه چی ځینې دا ډول خطرونه د سرچینو د دهلیز په تګلاره کې د له مینځه وړلو وړ نه دی – لکه د زیرمې خصوصیات، د اجناسو مارکیټ او جیوپولیټیک – البته د اغېزو د کمولو لپاره یي ځینې کارونه ترسره کیدای شي : په لنډ مهال کې د نرمو زیربنا په جوړونه باندې ډېر تمرکز ترڅو د سختوزېربناوو لپاره چمتو وي؛ د زراعت او ښاري خصوصي سکټور په وړاندي د خنډونو لېرې کول ترڅو د سختو زیربناوو له اغېزو ګټه پورته کړی شي کله چی هغوي په کار پېل وکړي؛ او د حکومتداری په برخه کې ځیني کارونه چې لاندي په اړونده برخه کی په مفصله توګه بیان شوی دي.

۲۴. په دریمه سناریو کې یوه برخه فعاله کیږي او د هغې پر مټ پراخه اقتصادې وده رامنځته کیږي: په یوڅه اندازه ښه حالت کې امکان لري چې د زېرمو ځیني اساسی پانګونو څخه ګټه اخیستنه پېل شي او په نورو اړونده برخو کې پراخه وده رامنځته شي، خو دا ویره هم شتون لري چې یو شمېر پروژې دې ګواکې د ناکامی سره مخ شي. دا تر ډیره د اوږدمهاله انتخابونو په اړه صدق کوي ده، لکه د کاني توکو لپاره د سهیل-ختیځ لور ته د رېل لیکه ( چی په نتیجه کی د حاجی ګک د تولید اندازه محدودویږي). داسې حالت کیدای شي د مختلفو متغیرونو د یوځای کېدو له امله را مینځته شي، لکه د یو لړ اجناسو د نرخونو ښکته کېدل او د نورو نه، ترانزیتي تجارت د تحقق په اړه ستونزه او یا د ځمکی د استملاک ځنډیدل او د سختو زېربناوو په جوړونه کې د ځنډ راتګ یا په ټیټ کیفیت سره د هغوي جوړونه. پدغسې حالت کې، که څه هم دهلېز به ځینو ساحو کې د ټول شمولې ودې باعث شي خو ولی دا به ټولیزه نه وي او له همدې کبله کيدای شي سیمه ایز نابرابری او شخړې رامنځته کړي. لکه څرنګه چې د دغه ډول سناریوګانو د منځته راتګ لاملونه تر ډیر باندني دي نو پدغه خاطر د خطراتو کمونه به ستونزمن وي. له یوه پلوه، دا سناریو پدې معنا ده چې پریکړې باید یواځې د ډیري اړتیا په صورت کې او باید چې په واقعیتونو ولاړې وي. له بلې خوا،لکه څرنګه چې د تمویلونې او جوړونې په پرتله چمتوالي اکثراْ ډیر وخت نیسي ، په وخت پېل کول کېدای شی په ستراتيژی کې د انعطافونو رامنځته کېدو سبب شی ( د مثال په ډول، د مختلفو خوصیاتو لپاره د عملي کېدنې مطالعات یا د تمویلونې په باره کې د وروستی پریکړي د مخه د ډیزاین په اړه څېړنې ترسره کول).

۲۵. په څلورمه سناریو کې بېلا بېلې برخې جوړې شوی خو په ټولیز ډول په هېواد کې وده محدوده او د تهید لاندې ده. پدې سناریو کې هغه مثبتې پراختیاوې چې پورته په تفصیل سره بیان شو، تحقق مومي، خو جاری فعالیت د د اجناسو د قیمتونو بې ثباتی او سیمه ایز سیاستونو په څېر خارجي فکتورونو له کبله د تهدید لاندې وي. د مثال په ډول د پولادو او انرژی دهلېز به جوړ شي، خو ګټه به یې ډیره کمه وي او که چیرې نرخونه لږ نور هم ښکته شي کېدای شي پروژه له بندیدو سره مخ شي. بل مثال، د مارکیټ قوتونه کولای شی ټولی برخی جوړی کړی او په لوړه کچه تولید وکړي، خو سیمه ایز سیاستونه کولای شي د تخنیکي تعرفو(non-tarrif barriers) په خنډونو، د ترانسپورت د سیستم سره د نښلیدو په لوړو نرخونو ، په همسایه ملکونو کې دبریښنایي ظرفیت په کمولو او یا نور داسی فکتورونو سره به د هغوي مخه ونیسي. حتی که مخه یې هم ونه نیولې شي، دغه ډول لاملونه کولای شي په ډېره اندازه دپانګونې داخلي او اقتصادي عایدات لږ کړي او په ټولیزه توګه په دهلېز اغېز پریباسي. که څه هم د دودیزه نظریاتو د چوکاټ دننه ډیر لږ څه داسې ترسره کېدای شي چی د دغه ډول یو سناریو د رامنځتته کېدو امکان کم کړي، خو بیا هم په ټوله ستراتیژی کې په یو شمېر انتخابونو شاملولو او د پانګونې لپاره د مشخصو برخو په انتخاب سره کېدای شی اغېز یي کم کړی شي. په بل عبارت تر ممکن بریده د داسې پانګونو څخه ډډه وشې چې په یوې برخې پوري تړلي پاتې وي. بناْ داسې پانګونو ته لومړیتوب ورکړل شي چې نوې لاري خلاصوي او په اسانی سره نورو صادراتی برخو ته اړول کېدای شي. د دې کار لپاره باید چې دواړو- سختي او نرمې زيربنا ته پام وشي. د نرمې زېربنا د یو مثال په حیث باید چې د رېل پټلی لپاره په هر ډول پراختیایي پلان کې د ګاونډی ملکونو سره د تعرفو په سر د خبرو اترو لپاره پیاوړي اداري وړتیا رامنځتته کول هم شامله وي.

۲۶. وروستۍ سناریو- که څه هم احتمال نلري خو د یو غوړیدلي دهلېز او ژور پیوستون په لرلو سره بشپړه پراختیا رامنځته کېږي. په دې سناریو کې کورني سیاسي وضعیت مساعد دی، د اجناسو قیمتونه لوړ پاتی کېږي ( د بیلګې په توګه، که چېرې د هند تولیدات او ودانیزې چارې پراختیا پېدا کړي)، او سیمه ییز سیاست په کمه بیه د لېږد لپاره مساعد وي. ټول څلور لنډمهاله او منځمهاله برخې د خپلو پوره ګټو په لرلو سره تحقق مومي او دغه رنګی اوږدمهاله پراختیايي انتخابونه هم پلي کېږي. په پایله کې، د پام وړ زېربناوي جوړېږي، خصوصي سکټور کانونو ته د خدماتو و اجناسو په برابرولو پیاوړې کیږي او تېل او ګاز د نورو کلسټرونو د فعالیت لپاره چی د کان کیندنې صنعت فرعي محصولات کاروي (لکه پولاد او کیمیاوي توکي) اساس رامنځته کوی.دې کار پایله به دا وي، چې په نورو فعالیتونو کې ګڼه ګوڼه رامنځته شي او په اوږده مهال کې په سرچینو باندې اتکا کمه شي. ددې کار لپاره د څو ګونو بهرنیو عناصرو یوه ترکیب او همدارنګه په لنډ او اوږده مهال کې په اړونده برخو کې چټکو او اغېزمنو اجرااتو ته اړتیا لیدل کېږي. سټراټیژي باید په داسې سناریو باندې تکیه ونکړي-ان د مثبت حالت په صورت کې هم-، د دې په پرتله د دوه پورتنيو سناریوګانو چې مخکې ترې یادونه وشوه، د تحقق امکان ډیر دې. خو باید وکړای شي، چې د تحقق په صورت کې له دې څخه ګټه تر لاسه کړي. دا کار تر سره کېدای شي، خو پورتنۍ سناریو باید په پام کې ونیول شي او همدارنګه په وخت او مناسبې پرېکړې، په ډيزاین کې تسلسل او دا چې د رغولو پروسه د امکان تر حده پارچه پارچه وي، او د افغانستان په خصوصي او عامه سکتور کې د وړتیا لوړولو په برخه کې باید له لوړو فرصتونو څخه ګټه واخیستل شي.

د. د پانګونې د لومړیتوبونو پایلې

۲۷. د سناریو ګانو تر منځ د زیات توپیر په پام کې نیولو سره، د سرچینو د هلېز د بالقوه پانګونې پروګرام له پېله انعطاف منونکې دې[footnoteRef:21] . په لنډمهالي ډول، سټراټیژي لومړی هغو فعالیتونو او پانګونو ته لومړیتوب ورکوي، چې په مستقله یو قوي دلیل ولري او همدارنګه هغه فعالیتونه او پانګونې چې د پام وړ نایقیني توب په حالت کې هم ګټه ولري. په بل عبارت، لومړني فعالیتونه باید هغه وي، چې له لومړۍ سناریو په وړاندې د ډیر مقاومت وړ وي. د بیلګې په توګه د بامیان- دوشي تر منځ د سالنګ د له ګڼې ګوڼې او خطرونو ډکه لارې د یو بدیل سړک په حیث او یا د ځمکې د استملاک په چارو کې ښه والې، د پام وړ ګټې له ځانه سره لري ، حتی که کانونه پراختیا هم و نه مومي. سربېره پر دې، که چېرې په مناسبه توګه ډیزاین شي، نو په خپله هم کولی شي د پانګونو تحقق ته سرعت ورکړي. که چیرې خصوصي پانګونې رامنځته شي، نو لومړني فعالیتونه به یې په ډېره اسانۍ سره له عامه شبکو سره یوځای کړی او یا به داسې مخ په زیاتېدو پانګونې ته لاره هواره کړي، چې هغه به په عامه خدمتونو بدل کړي. په پای کې، که چیرې بې ثباتي رامنځته شي، نو تر څو چې اسناد او څېړنې وساتل شي، د دوه راتلونکو کلونو هلې ځلې به بې ځایه لاړې نشي ( د بیلګې په توګه، د ځمکې سروې او یا انجنیري ډیزاین چې د کار د بیا پیل لپاره اړین دي، د ثبات له رامنځته کیدو وروسته به له مخکې نه په لاس کې وي). ټول لنډمهالي لومړیتوبونه نشي کولی ټول دغه څلور معیارونه پوره کړي، په داسې حال کې چې ډېری یې لږ تر لږه درې معیاره پوره کولی شي. [21: . ډي نیوفوایل او شولټس (۲۰۱۱). ]

۲۸. دوهم، لنډمهاله، منځه مهاله او اوږدمهاله پانګونې باید په احتیاط سره ډیزاین شي، څو په نورو سکتورونو باندې یې اغېزې زیاتې شي. د بېلګې په توګه، هغه مهارتونه، چې د لېږد څه ناڅه وړتیا لري، باید لومړیت