15
ل دويم خط سوُ د پولوس رَ نومُ د کورنتيانو پهَ اب دويم ب کورنتيانو۱ سلام١ دَ تيموتيوس له طرفه اؤ ورورَ سول دےُ ى رٰ د مسيح عيسَ ے په مرضئ خدائُ دَ د پولوس له طرفه چهَ نوم،ُ د پاکانو پهَ د ټولو اخيهَ اؤَ دے کوم چه په کورنتوس کښےُ نومُ غه جماعت په د هَ خدائےُ ٢ دَ مونږُ ز د حاصله وى.ِ ؤ سلامتى اَ د طرفه په تاسو فضلَ ى مسيحٰ لک عيسِ د ماَ اؤَ خدائےُ پلار ګذارىُ شکرُ خدائےُ دَ د پولوسَ ٣ قسم تسلئِ د هرَ اؤَ تونو پلارُ د رحمَ ى څوک چه د وِ ر ثناؤ پلا اَ خدائےُ دَ ى مسيحٰ لک عيسِ د ماَ مونږُ ز دے. خدائےُ ٤ د هغۀَ مونږُ چه د پارهَ د دےَ راکوىه تسلى مونږ لُ تونو کښےُ مصيبُ مونږ په ټولوُ غه ز ه شو څوک چه په څۀ نه څۀُ رکولو جوګه د تسلئ وَ مونږُ همغو ته ئے راکوى ه مونږ لهُ چهلئ سره تس مصيبت کښے ګير دى.ُ ٥ د مسيح پهَ اتيږى دغه شان مونږ زيُ فونه پهُ د مسح تکليَ ځکه چه څۀ رنګاتيږى.ونږ تسلئ هم زي مُ وسيله ز٦ اؤ کهَ د خاطرهَ صونُ ؤ خلا اَ د تسلئَ نو ستاسو ووُ ونه تير تُ مصيبُ مونږُ که کوم چهُ نه وزغمئ فوُ غه تکلي صبر ه کومے په تاثير چه تاسو پهُ دَ د تسلئ په خاطرَ مو نو ستاسوُ موُ تسلى مو.ُ هم زغ مونږه٧ يو چه څۀُ ه دے پوه مونږ پهُ دے ځکه چهلکد ستاسو په حقله ډير ک اميُ مونږُ اؤ زَ تسلئ کښے هم يئ.م دغه شان پهښے شريک يئ،ه فونو کُ رنګ چه تاسو په تکلي٨ مونږ دا نۀُ ڼو! روُ ائے وَ اؤَ مونږ راغلوُ صوبه کښے پهُ شيا په د ايَ کوم چهُ ناخبره پاتے شئ مصيبت نهُ غه د هَ دِ چه تاسو ړوُ غواينځو. هم لاس وو ژوندانۀ نه دَ مونږُ اؤ تر دے چهَ ووُ نه زيات د طاقتَ اؤَ بهر حد نه دَ مونږُ ز٩ بلکه پهغه هڅ ويسا پاتے نۀ شى بلکه په ځان هي چه په د پارهَ د دےَ شوقين و حکم يُ دَ د مرګَ خپل ځان موندى کوى.ک چه مړى ژو خدائے څوُ ١٠ اؤَ ړوُ لاکت نه خلاص ک د داسے لوئے هَ مونږُ نو هم هغۀو هم خلاصوى. رو چه وړاندے به مُ اميد لُ غۀ نه دا د هَ مونږُ اؤَ، خلاصوى به مو١١ چرے تاسو هم اؤ کهَ م ډير خلق به اؤ هَ،اب ورکړى دعا جوُ دَ خلقو د ډيروَ خدائے بهُ د کوئ،نو مونږ مدُ دعا سره زُ په جمعر وکړى. شکُ د هغۀَ د خاطرهَ يدو د آازادَ مونږُ ز ول ه بدل ارادِ قات ملاُ دَ د پولوسَ ١٢ خدائےُ دَ ؤ خاص تاسو ته اَ دنيا تهُ کوى چه مونږ زړۀ ګواهىُ فخر دے بلکه ز دے خبره مونږ ته پهُ انۀ خستو بلکهمت نه کار و حکِ دَ دنياُ دَ مونږُ اؤَ ګذران کولوُ کوالى سره د پاَ د زړۀَ اؤَ د رښتينوالىَ غوندے باور وکړو. خدائے په فضل موُ دَ ١٣ غو نه کومے چه تاسو د هَ کو بغيرُ ے خبرے نۀ لي مونږ تاسو ته نورُ پرے پوهيږئ. پورے به تر آاخره دے چه اميدُ ؤ زما اَ،ے منئ يا ئ لولئ١٤ مونږ فخرُ څۀ رنګ چه تاسو به پهو. وُ مونږ په تاسو فخر کُ ى مسيح په ورځ بهٰ لک عيسِ د ماَ کوئ دغه رنګ١٥ ځله سره دوه چه تاسو د پارهَ د دےَ تاسو له درشم چه اول اراده کړے وهِ دا په دے باور ما اؤ همَ قات وشى، ملا١٦ ؤ تاسو مے اَ نيه نه به بيا تاسو له درشم مکدوِ دَ اؤَ کدونيه ته لاړ شم مِ لارهؤ ستاسو په اَ

Pashto bible injil new testament 2 corinthians

Embed Size (px)

DESCRIPTION

 

Citation preview

Page 1: Pashto bible injil new testament 2 corinthians

دويم خط ول س ر وس ول پ د م و ن ه پ و ن ا ي ت ن ر د کو

اب ب م ي دو و ن ا ي ت ن ر ۱کوم سلا

ى رسول دے اؤ ورور تيموتيوس له طرفه د١ د پولوس له طرفه چه د خدائے په مرضئ د مسيح عيسنوم، نوم کوم چه په کورنتوس کښے دے اؤ د ټولو اخيه د پاکانو په زمونږ د٢خدائے د هغه جماعت په

ى مسيح د طرفه په تاسو فضل اؤ سلامتى د حاصله وى. لک عيس پلار خدائے اؤ د ما

رى ذا ګ شکر ئے دا خ د وس ول پ د ى مسيح د خدائے اؤ پلار ثنا د وى څوک چه د رحمتونو پلار اؤ د هر قسم تسلئ٣ لک عيس زمونږ د ما

هغه زمونږ په ټولو مصيبتونو کښے مونږ له تسلى راکوى د دے د پاره چه مونږ د هغۀ٤خدائے دے. تسلئ سره چه مونږ له ئے راکوى هغو ته هم مونږ د تسلئ ورکولو جوګه شو څوک چه په څۀ نه څۀ

ځکه چه څۀ رنګ د مسح تکليفونه په مونږ زياتيږى دغه شان د مسيح په٥مصيبت کښے ګير دى. که مونږ مصيبتونه تيروو نو ستاسو د تسلئ اؤ خلاصون د خاطره اؤ که٦وسيله زمونږ تسلئ هم زياتيږى.

تسلى مومو نو ستاسو د تسلئ په خاطر د کومے په تاثير چه تاسو په صبر هغه تکليفونه وزغمئ کوم چه اؤ زمونږ اميد ستاسو په حقله ډير کلک دے ځکه چه مونږ په دے پوهه يو چه څۀ٧مونږه هم زغمو.

ائے وروڼو! مونږ دا نۀ٨رنګ چه تاسو په تکليفونو کښے شريک يئ،هم دغه شان په تسلئ کښے هم يئ. غواړو چه تاسو د د هغه مصيبت نه ناخبره پاتے شئ کوم چه د ايشيا په صوبه کښے په مونږ راغلو اؤ

بلکه په٩زمونږ د حد نه بهر اؤ د طاقت نه زيات وو اؤ تر دے چه مونږ د ژوندانۀ نه هم لاس ووينځو. خپل ځان مو د مرګ د حکم يقين وشو د دے د پاره چه په ځان هيڅ ويسا پاتے نۀ شى بلکه په هغه

نو هم هغۀ مونږ د داسے لوئے هلاکت نه خلاص کړو اؤ١٠خدائے څوک چه مړى ژوندى کوى. اميد لرو چه وړاندے به مو هم خلاصوى. اؤ که چرے تاسو هم١١خلاصوى به مو،اؤ مونږ د هغۀ نه دا

په جمع دعا سره زمونږ مدد کوئ،نو خدائے به د ډيرو خلقو د دعا جواب ورکړى،اؤ هم ډير خلق بهآازاديدو د خاطره د هغۀ شکر وکړى. زمونږ د

ول دل ب ه د ا ر ا ات ق ا ل م د وس ول پ د مونږ ته په دے خبره فخر دے بلکه زمونږ زړۀ ګواهى کوى چه دنيا ته اؤ خاص تاسو ته د خدائے١٢

غوندے د رښتينوالى اؤ د زړۀ د پاکوالى سره ګذران کولو اؤ مونږ د دنيا د حکمت نه کار وانۀ خستو بلکه مونږ تاسو ته نورے خبرے نۀ ليکو بغير د هغو نه کومے چه تاسو١٣د خدائے په فضل مو باور وکړو.

آاخره پورے به پرے پوهيږئ. اميد دے چه تر څۀ رنګ چه تاسو به په مونږ فخر١٤لولئ يا ئے منئ،اؤ زما ى مسيح په ورځ به مونږ په تاسو فخر کوو. لک عيس کوئ دغه رنګ د ما

اراده کړے وه چه اول تاسو له درشم د دے د پاره چه تاسو سره دوه ځله١٥ اؤ هم په دے باور ما دا اؤ ستاسو په لاره مکدونيه ته لاړ شم اؤ د مکدونيه نه به بيا تاسو له درشم اؤ تاسو مے١٦ملاقات وشى،

Page 2: Pashto bible injil new testament 2 corinthians

ارادے څۀ زر زر بدلوم؟ اؤ١٧يهوديه ته رخصت کړئ. آايا زۀ ګنى خپلے اراده کړے وه نو پس ما چه دا اراده هو په نه اؤ نه په هو کښے بدلوم؟ لکه چه خدائے رښتينے١٨زۀ د يو دنياوى سړى په شان خپله

ځکه چه د خدائے١٩دے دغه شان زمونږ لوظ تاسو سره وو،يعنے د هو په ځائے هو اؤ د نه په ځائے نه. ى مسيح د چا زيرے چه مونږ،يعنے ما اؤ سيلوانوس اؤ تيموتيوس په تاسو کښے خور کړے زوئے عيس

دے،په هغۀ کښے داسے خبرے نۀ وے چه هو وے اؤ بيا وروستو په نه کښے بدلے شوے بلکه هو،هو ځکه چه د خدائے چه هر څومره لوظونه دى هغه په مسيح کښے هو شو،اؤ هم دغه وجه ده٢٠پاتے شو.

آامين هم وشو،د دے د پاره چه زمونږ په وسيله د خدائے جلال څرګندشى. ٢١چه د هغۀ په وسيله پرے

اؤ په حقيقت کښے خدائے چه ئے تاسو اؤ مونږ په مسيح کښے مضبوط کړى يو،هغۀ مونږ غوره کړى اؤ خپل مهر ئے په مونږ لګولے دے چه مونږ د هغۀ يو اؤ زمونږ په زړونو کښے ئے خپل روح٢٢يو،

لونکو برکتونو ضمانت دے. اچولے دے چه د رات

زۀ خدائے خپل ګواه کوم چه زۀ تر اوسه کورنتوس ته ځکه نۀ يم راغلے چه په تاسو مے رحم کيدو.٢٣لومه ده چه٢٤ زمونږ مقصد دا نۀ دے چه مونږ د ايمان په خبرو په تاسو خامخا حکم وچلوو. مونږ ته مع

تاسو په ايمان کښے قائم يئ اؤ مونږ تش تاسو سره ستاسو د خوشحالئ سبب جوړيدل غواړو.

اب ب م ي دو و ن ا ي ت ن ر ۲کواراده کړے وه چه که زما درتلل تاسو له د غم سبب ګرځى نو بيا تاسو له نۀ١ ما په خپل زړۀ کښے دا

ځکه چه که زۀ تاسو غمژن کړم نو ما به څوک خوشحالوى،بغير د هغو نه څوک چه زما په٢درځم. اؤ ما تاسو ته هغه خبره ليکلے وه د دے د پاره چه هسے نه چه زما په راتلو چه٣وجه غمژن شوى دى.

ما ته په چا خوشحاليدل په کار دى زۀ د د هغوئ په وجه غمژن يم،ځکه چه زما په تاسو ټولو د دے ځکه چه ما د ډير مصيبت اؤ د٤خبرے باور دے چه کومه چه زما خوشحالى ده هغه ستاسو د ټولو ده.

خفګان په حالت کښے په ډيرو اوښکو سره تاسو ته ليکلى وو خو د دے د پاره نه چه تاسو د غمژن شئلوم کړئ،کوم چه زما تاسو سره دے. بلکه د دے د پاره چه تاسو هغه لوئے محبت مع

ورکول فى ا ع م ه ل ر ا و ر صو ق اؤ که څوک ستاسو په مينځ کښے د غم سبب شوے دے نو هغه تش زما د غم نه،بلکه څۀ قدرے٥

دغه سزا چه هغۀ د ډيرو٦ستاسو ټولو د غم باعث شو،د دے د پاره چه په هغۀ زياته سختى ونۀ کړم. پس د دے برعکس غوره دا ده چه د هغۀ٧خلقو له طرف نه ومونده د داسے سړى د پاره پوره ده.

د دے٨قصور معاف کړئ اؤ تسلى ورکړئ د دے د پاره چه هغه د غم د زياتوالى په وجه تباه نۀ شى. ځکه چه ما د دے د پاره هم٩د پاره زۀ تاسو ته سوال کوم چه د هغۀ په حقله محبت ښکاره کړئ.

آازمائيم چه تاسو په ټولو خبرو کښے حکم منونکى يئ اؤ که نه. تاسو چه چا ته١٠ليکلى وو چه تاسو و څۀ معاف کوئ هغۀ ته ئے زۀ هم معاف کوم ځکه چه هغه څۀ چه معاف کړى وى نو د مسيح د قائم

د دے د پاره چه د شيطان وار راباندے١١مقام کيدو په سبب مے ستاسو د خاطره معاف کړى دى،

Page 3: Pashto bible injil new testament 2 corinthians

کامياب نۀ شى ځکه چه مونږ د هغۀ د چلونو نه ناواقفه نۀ يو.

ه رست م ؤ ا ه ښن دي ن ا وس ول پ د لک ما ته دروازه خلاصه کړه، ١٢ نو١٣ اؤ هر کله چه زۀ د مسيح زيرى ورکولو له ترواس ته راغلم اؤ ما

آارام ونۀ موندو ځکه چه ما خپل ورور تيطوس ونۀ موندو،نو د هغوئ نه مے رخصت واخستو اؤ زما روح خو د خدائے شکر دے څوک چه په مسيح کښے مونږ لکه د قيديانو د فتحمندئ١٤مکدونيه ته لاړم.

ځکه چه مونږ د١٥په جلوس بيائى اؤ د هغۀ د علم خوشبوئ زمونږ په وسيله په هر ځائے خوروى. بعضو ته د مړ١٦خدائے په نزد خلاصون موندونکو اؤ هلاکيدونکو،دواړو د پاره،د مسيح خوشبو يو.

کيدو د پاره د مرګ بوئ اؤ بعضو له د ژوندانۀ د پاره د ژوندون بوئ يو،اؤ څوک دے چه د دے خبرو ځکه چه مونږ د بنجارى په شان نۀ يو،څوک چه د خدائے کلام خرڅوى بلکه مونږ د زړۀ١٧لائق دے؟

په صفايئ اؤ د خدائے د طرفه خدائے حاضر ګڼو اؤ د مسيح د خادمانو په شان خبرے کوو.

اب ب م ي دو و ن ا ي ت ن ر ۳کودمان وظ خا ل وى ن د

آايا مونږ بيا خپله نيکنامى ښکاره کول غواړو؟ يا مونږ ته د بعضو په شان د نيکنامئ خطونه ستاسو په لور١ آاخستو حاجت دے؟ زمونږ خط چه زمونږ په زړونو کښے ليکلے شوے دے،هغه٢دراوړلو يا ستاسو نه د ښکاره ده چه تاسو مسيح هغه خط يئ کوم چه مونږ د٣تاسو يئ اؤ ټول خلق ئے پيژنى اؤ لولى ئے.

خادمانو په طور ليکلے دے،په سياهى نه،بلکه د ژوندى خدائے په روح سره،د ګټے په تختو نه بلکه په په دے نه چه ګنى په خپله مونږ د٥ مونږ د مسيح په معرفت په خدائے داسے باور لرو، ٤زړۀ باندے.

چا چه٦دے جوګه يو چه د خپله انده څۀ خيال هم وکړو بلکه زمونږ لياقت د خدائے د لوريه دے، مونږ د نوى لوظ د خادم کيدو جوګه کړى يو،نۀ د ليکلى شريعت د لوظ نه،بلکه د روح د لوظ،ځکه چه

فونه چه په ګټو٧ليکلے شريعت وژل کوى خو روح ژوندے کوى. اؤ هر کله چه د مرګ هغه لوظ حرى په مخ د هغه جلال په سبب کوم چه د هغۀ اسرائيل د موس ليکلى شوى وو د دومره جلال وو چه بنى

نو د روح لوظ خو به بے٨په مخ وو په غور سره هغۀ ته ونۀ کتلے شول،سره د دے چه په کميدو وو، ځکه چه که چرے مجرموونکے لوظ د جلال وو نو د٩شکه د دے نه زيات د جلال سره وى!

هغه جلال چه د څۀ وخت د پاره جلالى١٠صادقوونکى لوظ خو به ضرور د دے نه زيات جلالى وى! ولے چه هر کله چه فنا کيدونکى څيزونه١١وو نو اوس د جلالى څيز په مخکښے هيڅ شے نۀ ښکارى.جلالى وو نو پاتے کيدونکے څيز خو به خامخا جلالى وى.

اميد ډير په زړه ورتيا سره دا وايو، ١٢ ى په شان نه،چا چه د دے د پاره په١٣ نو بيا مونږ په دے اؤ د موساسرائيل د هغۀ د فانى جلال انجام ونۀ ليدے شى. خو د هغوئ١٤خپل مخ نقاب اچولے وو چه بنى

زړونه سخت شول ځکه چه تر دے ورځے د زوړ عهد لوستلو په وخت د هغوئ په زړونو پړده پرته ده اؤى کتاب لوستلے١٥دا پړده يواځے د مسيح په وسيله پورته کيږى. خو تر دے ورځے چه کله هم د موس

Page 4: Pashto bible injil new testament 2 corinthians

لک طرف ته راوګرزى نو دغه١٦کيږى د هغوئ په زړونو پړده پرته وى. خو چه کله هم د هغوئ زړۀ د ماآازادى ده. ١٧پړده پورته کيږى. لک روح دے،هلته لک روح دے اؤ چرته چه د ما اؤ هر کله چه١٨ اؤ ما

لک په لک جلال داسے څرګنديږى،نو د هغه ما آائنے د ما زمونږ د ټولو په بے نقابه مخونو کښے لکه د وسيله د هغه جلالى ذات څوک چه روح دے، مونږ درجه په درجه د هغۀ په شان کيږو.

اب ب م ي دو و ن ا ي ت ن ر ۴کوه ن ا وښو خز ل ه پ ؤرے د خا

٢ پس هر کله چه په مونږ داسے رحم وشو چه مونږ ته دا خدمت وسپارلے شو نو مونږ همت نۀ بائيلو، ١

بلکه مونږ د شرم پټے خبرے پريښودے اؤ د مکارئ چلند نۀ کوو،نۀ د خدائے په کلام کښے څۀ ګډون اؤ که٣کوو. بلکه حق ظاهروو اؤ د خدائے په نزد د هر چا د ضمير په وړاندے خپل ځان ښکاره کوو.

يعنے هغه به ايمان نۀ راؤړى٤چرے زمونږ په زيرى پړده پرته ده نو دا تشه د هلاکيدونکو د پاره ده، ځکه چه د دے بدى دنيا سردار يعنے شيطان د هغوئ عقل ړوند کړے دے،د دے د پاره چه مسيح

ځکه چه مونږ خپل٥څوک چه د خدائے په شکل دے،د هغۀ د جلال د زيرى رڼا په هغوئ ونۀ ځليږى. لک دے اؤ د خپل ځان په حقله داسے وايو ى مسيح د زيرى تبليغ کوو،ځکه چه هغه ما نه،بلکه د عيس

ى په خاطر ستاسو غلامان يو. اؤ خدائے چه دا ئے وئيلى دى چه «د تيارے نه د رڼا٦چه مونږ د عيسى مسيح د مخ نه نو چه د عيس وځليږى» نو هغه زمونږ په زړونو کښے وځلوله چه د خدائے جلال وپيژ

ځليږى.

د زيرى دا کلام چه مونږ سره دے د يوے خزانے په شان دے چه د خاورو په لوښو کښے وى. خو٧ داسے کيدل ضرورى دى چه دا ښکاره شى چه د حده هورته قدرت د خدائے له طرف نه دے،نه چه

اوچتوو خو زپلے کيږو نه،پريشان کيږو ضرور خو نا٨زمونږ له طرف نه. مونږ د هر طرف نه مصيبتونه خو زمونږ په وجود١٠ تنګولے کيږو خو يواځے پريښولے کيږو نه،غورزولے کيږو خو هلاکيږو نه.٩اميد نۀ يو،

ى ژوندون هم زمونږ په وجود کښے څرګند شى. کښے هر وخت د مسيح د مرګ نخښه ده چه د عيسى ژوند هم زمونږ١١ ى د خاطره هميشه مرګ ته سپارلے کيږو چه د عيس ځکه چه مونږ په ژوندانۀ د عيس

١٣ پس مرګ خو په مونږ کښے اثر کوى اؤ ژوندون په تاسو کښے. ١٢په فانى جسم کښے څرګند شى.

اؤ چه پاک کلام کښے ليکلى دى چه: «ما ايمان راوړو اؤ ځکه مے خبرے کولے،» نو په مونږ کښے ځکه چه مونږ پوهيږو١٤هم د ايمان هغه روح دے،پس مونږ هم ايمان راوړے دے اؤ ځکه خبرے کوو.

ى ژوندے کړے دے هغه به مونږ هم د هغۀ سره ژوندى کړى اؤ تاسو سره به مو لک عيس چه چا چه ما څۀ چه مونږ په ځان تيروو هغه ستاسو د خاطره تيروو اؤ څنګه چه د١٥په خپل مخکښے حاضر کړى.

خدائے فضل په خلقو زياتيږى نو د خلقو شکر ګزارئ هم زياتيږى چه د خدائے جلال څرګند شى.

ون د ن و ژ ه ل وسي ه پ ن ما ي ا د د دے د پاره مونږ همت نۀ بائيلو اؤ سره د دے چه زمونږ بدن ورو ورو ختيږي خو بيا هم زمونږ روح١٦

Page 5: Pashto bible injil new testament 2 corinthians

نو دغه شان زمونږ د يو ساعت لږ مصيبت زمونږ د پاره بے کچه دروند اؤ١٧ورځ تر ورځ نوے کيږى. اؤ په کوم حال کښے چه مونږ په ليدلو څيزونو نه،بلکه په ناليدلو څيزونو نظر١٨آابدى جلال پيدا کوى.

آابدى دى. لرو ځکه چه ليدلى څيزونه فانى دى اؤ ناليدلى څيزونه

اب ب م ي دو و ن ا ي ت ن ر ۵کو نو مونږ په دے پوهه يو چه زمونږ وجود د يو تمبو په شان دے. کله چه دا تمبو چه په مزکه دے١

آاسمان کښے يوه داسے ماڼئ راکولے کيږى کومه چه ،راوغورزولے شى نو مونږ ته به د خدائے له طرفه په آابدى به وى. څنګه چه مونږ په دے وجود کښے٢به په لاس د جوړ شوى کور په څير نۀ وى بلکه

آاسمانى کور کښے داخل شو، اؤ په هغۀ کښے لکه په جامه بربنډ٣کړيږو اؤ ډير ارمانجن يو چه په خپل ځکه چه په دے تمبو کښے په اوسيدو مونږ د بوج د زوره په زبيرګو يو د دے د پاره٤ځان پټ کړو .

نه چه مونږ دا جامه ويستل غواړو بلکه په دے باندے بله اغوستل غواړو،د دے د پاره چه کومه چه فنا اؤ چا چه مونږ د دے کار د پاره تيار کړو هغه خدائے٥کيدونکى ده هغه په غير فانى کښے بدله شى.

ځکه چه مونږ تل تر تله تسلى لرو اؤ په دے٦دے اؤ هغۀ مونږ ته په بيعانه کښے خپل روح راکړو. لک په کور کښے نۀ يو. ځکه چه مونږ په٧پوهيږو چه تر څو چه مونږ د وجود په کور کښے يو نو د ما

غرض دا چه زمونږ تسلى ده چه مونږ د وجود غوندے٨ايمان ژوندون تير وو،نۀ چه د سترګو په ليدلو. لک سره اوسيدل زيات خوښوو. لک٩کور به پريږدو اؤ د ما که مونږ د وجود په کور کښے يو يا د ما

لک خوشحاله کړو. ځکه چه دا ضرورى ده چه د١٠سره،خو زمونږ د ټولو نه لوئے مقصد دا دے چه ما مسيح د عدالت د تخت په وړاندے چه مونږ حاضر شو نو چه زمونږ د ټولو حال څرګند کړے شى نو هر

څوک به د خپلو هغو کارونو بدل ومومى کوم چه هغوئ د وجود په وسيله کړى دى که بد وى اؤ کهښۀ.

دم ا خا خل پ د انسان د قانع کولو کوشش کوو. په خدائے١١ نو مونږ د خدائے د ويرے په مطلب پوهيږو نو ځکه مونږ د

اميد دے چه زمونږ حال به ستاسو په ضمير هم صفا ظاهر شوے وى. باندے زمونږ حال ظاهر دے اؤ دا نو مونږ خپله نيکنامى په تاسو نۀ زياتوو بلکه مونږ په خپله تاسو له موقعه درکوو چه په مونږ فخر وکړئ١٢

که١٣د دے د پاره چه تاسو هغوئ له جواب ورکړئ شئ څوک چه په ظاهر فخر کوى خو په باطن نه. د١٤چرے مونږ په خود کښے نۀ يو نو د خدائے د پاره يو اؤ که په خود کښے يو نو ستاسو د پاره يو. اؤ١٥مسيح مينه مونږ مجبوروى ځکه چه مونږ پوهيږو چه که يو د ټولو د پاره مړ شو نو ټول مړۀ شول.

هغه د دے خاطره د ټولو د پاره مړ شو چه څوک چه ژوندى دى هغه د بيا د ځان د پاره نۀ وى ژوندى نو اوس به١٦بلکه د هغۀ د خاطره د ژوندى وى څوک چه د هغوئ د پاره مړ شو اؤ بيا ژوندے شو.

انسانى رائے انسانى رائے نۀ لرو اګر که مونږ د مسيح په باب کښے يو وخت مونږ د چا په باب کښے لوق١٧لرله خو اوس به داسے نۀ کوو. د دے د پاره که څوک په مسيح کښے وى نو هغه نوے مخ

ټول څيزونه د خدائے له طرفه دى چا چه د١٨دے،زاړۀ څيزونه تير شول،وګورئ هغه اوس نوى شول.

Page 6: Pashto bible injil new testament 2 corinthians

لو اؤ د پخلا کولو پيغام ئے مونږ ته سپارلے دے. ١٩مسيح په وسيله د خپل ځان سره مونږ پخلا کړ

مطلب دا چه خدائے د مسيح په وسيله دنيا د خپل ځان سره پخلا کوله اؤ د هغوئ ګناهونه ئے د هغوئپه ذمه وانۀ چول اؤ د پخلا کولو پيغام ئے زمونږ په حواله کړو.

نو اوس مونږ د مسيح استازى يو ګويا زمونږ په وسيله خدائے دا خواست کوى،مونږ د مسيح د طرف٢٠ هغه چا چه ګناه نۀ پيژنده خو خدائے هم هغه زمونږ د پاره٢١نه منت کوو چه د خدائے سره پخلا شئ.

ګناه وګڼلو چه مونږ په هغۀ کښے د خدائے صداقت شو.

اب ب م ي دو و ن ا ي ت ن ر ۶کو اؤ مونږ چه د خدائے په کار کښے شريک يو،دا خواست کوو چه د خدائے کوم فضل چه تاسو قبول١

څنګه چه هغه په خپله فرمائى:٢کړے دے،هغه عبث مه ګڼئ.

«ما د خپل فضل په وخت ستاسو واؤريدل

اؤ د خلاصون په ورځ مے ستاسو مدد وکړو.»

ګورئ د قبليدو وخت اوس راغلے دے،ګورئ دا د خلاصون ورځ ده!

د دے د پاره چه زمونږ خدمت ضائع نۀ شى نو مونږ په هيڅ خبره کښے د تيندک خوړلو موقع نۀ٣ بلکه د خدائے د خادمانو په شان په هره خبره کښے خپل ځان ښکاره کوو،يعنے ډير په صبر،په٤ورکوو،

٦ په کروړو خوړلو،په قيد،په ګړبړ،په محنت،په شوګيرو،په لوږه، ٥مصيبت،په حاجتمندئ اؤ په تنګسياؤ،

په حق کلام سره،د خدائے په٧په پاکئ،په علم،په زغم،په مهربانئ،په روح القدس،په بے ريا مينه، په عزت اؤ بے عزتئ،د بدنامئ اؤ نيکنامئ په٨قدرت،د صداقت په وسلو چه حمله کوى اؤ دفاع کوى،

لوميږو خو بيا هم رښتينى يو، لوم يو خو بيا هم مشهور يو،مړ٩وسيله،اګر که ګمراه کوونکى مع نامع غمژن يو خو تل خوشحاله١٠کيدونکى يو خو ګورئ ژوندى يو،وهل خوړونکى يو خو مړۀ کيږو نه،

اوسو،غريبان يو خو ډير خلق غنيان کوو،خواران يو خو بيا هم هر څۀ لرو.

١٢ ائے کورنتيانو! مونږ ستاسو سره صفا خبرے وکړلے اؤ مونږ تاسو ټولو ته خپل زړونه پرانستلى دى ١١

لکه څۀ رنګ چه پلار خپلو بچو ته وائى نو تاسو١٣زمونږ زړونه تنګ نۀ دى خو ستاسو زړونه تنګ دى. هم په بدل کښے مونږ ته خپل زړونه پرانزئ.

ر ئے کو دا خ وندى ژ د څوک چه په مسيح ايمان نۀ لرى،د هغوئ سره په جغ کښے مه ځئ. د صداقت اؤ ناصداقت په خپلو١٤

اتفاق کولے شى يا١٥کښے څۀ تعلق؟ بيا د رڼا اؤ تيارے د يو بل سره څۀ کار؟ آايا مسيح د شيطان سره آايا د خدائے کور د بتانو سره څۀ جوړښت١٦يو ايماندار د يو بے ايمان سره څۀ تعلق ساتلے شى څۀ؟

Page 7: Pashto bible injil new testament 2 corinthians

لرى؟ ولے چه مونږ د ژوندى خدائے کور يو لکه چه خدائے په خپله فرمائى چه:

«زۀ به په هغوئ کښے اوسم اؤ په هغوئ کښے به ګرزم،

اؤ زۀ به د هغوئ خدائے يم اؤ هغوئ به زما خلق وى.»

لک وائى چه:١٧ د دے د پاره ما

«د هغوئ نه راوزئ اؤ هغوئ پريږدئ

اؤ ناپاکو څيزونو ته لاس مه وروړئ،

نو زۀ به تاسو قبول کړم.

لوڼه يئ،١٨ اؤ زۀ به ستاسو پلار يم اؤ تاسو به زما زامن

لک قادر مطلق وينا ده.» دا د ما

اب ب م ي دو و ن ا ي ت ن ر ۷کونونه د هر١ نو ائے خوږو دوستانو! چونکه زمونږ سره داسے وعدے شوى دى نو راځئ چه مونږ خپل ځا

اؤ روحانى ناپاکو نه پاک کړو اؤ د خدائے د ويرے نه خپل پاکوالے کمال ته ورسوو. قسمه جسمانى

لى وس خوشحا ول پ د ه ل ه حق پ ے ب و ت د د جماعت نقصان نۀ٢ اتفاقى نۀ ده کړے،چا ته مو مونږ ته په خپلو زړونو کښے ځائے راکړئ.مونږ د هيچا سره بے

زۀ تاسو ملامتول نۀ غواړم ځکه چه ما٣دے رسولے اؤ د چا نه مو خپل مقصد نۀ دے تر سره کړے. تاسو ته اول هم وئيلى دى چه تاسو زمونږ په زړونو کښے داسے ځائے موندلے دے چه که مرګ وى اؤ

زۀ په تاسو باور کوم اؤ چه زۀ په تاسو ډير فخر کوم ما ته پوره٤که ژوندون،مونږ تاسو سره يو ځائے يو. تسلى حاصله ده اؤ چه په مونږ چه څومره مصيبتونه راځى په هغو ټولو کښے زما زړۀ بيحده خوشحاليږى.

آارام نۀ وو،هر طرف ته٥ نونو ته دلته هم هيڅ لو نو زمونږ دے خوارو بد هر کله چه مونږ مکدونيه ته راغ خو خدائے چه٦تکليفونه وو،زمونږ نه ګير چاپير جګړے وے اؤ زمونږ په زړونو کښے ئے ويره وه.

نۀ تش د هغۀ په راتلو بلکه د٧عاجزانو ته تسلى ورکوى نو د تيطوس په راتلو ئے مونږ ته تسلى راکړله، لو چه تاسو زما په ليدو هغۀ په هغه تسلئ چه هغۀ ته له تاسو نه ورکړے شوے وه،اؤ چه هغۀ مونږ خبر کړ

پسے څومره ليواله يئ اؤ چه ډير افسوس کوئ اؤ زما ملګرتيا کوئ نو په هغوئ زۀ نور زيات خوشحاله که چرے تاسو زما په هغه درليږلى خط غمژن وئ نو اوس په هغے پښيمانه نۀ يم. زۀ به په دے٨شوم.

هله خفه شوے وے که چرے ما ليدلے وے چه هغه خط تاسو غمژن کړلئ که هغه هم د لږ وخت د

Page 8: Pashto bible injil new testament 2 corinthians

خو اوس په دے خوشحاله يم چه ستاسو د غم نتيجه توبه ګارى شوه ولے چه ستاسو غم د٩پاره وے. نقصان نۀ وى. ځکه چه١٠خدائے د مرضئ په مطابق وو،د پاره د دے چه تاسو ته زمونږ د طرف نه څۀ

د خدائے د مرضئ په مطابق غم داسے توبه راپيدا کوى چه د هغے انجام خلاصون دے اؤ په هغےنشته،خو د دنيا غم مرګ پيدا کوى. نو ګورئ دغه خبرے چه تاسو د خدائے د مرضئ١١پښيمانه کيدل

په مطابق غمژن شوئ په تاسو کښے څومره سرګرمى،عذر،خفګان،ويره،شوق،جوش اؤ غيرت پيدا کړو. نو بيا اګر که ما تاسو ته ليکلى وو١٢تاسو په هر جوړ دا ثابت کړل چه تاسو په دے خبره کښے بر يئ.

انصافى انصافى وکړه اؤ نۀ په هغه وجه چه د چا سره چه بے خو په هغه وجه مے نۀ وو ليکلى،چا چه بے ١٣وشوه خو په دے وجه چه تاسو د خدائے په حضور کښے زمونږ څومره رښتينى تابعداره ظاهر شئ.

ځکه خو زمونږ دومره تسلى وشوه.

اؤ زمونږ په دے تسلى هم وشوه کله چه مونږ وليدل چه تيطوس ډير خوشحاله دے نو مونږ ته نوره هم اؤ که ما د هغۀ په١٤زياته خوشحالى حاصله شوه ځکه چه ستاسو ټولو په سبب هغۀ تسلى بيا مونده.

وړاندے ستاسو په باب کښے څۀ فخر وکړو نو شرمنده نۀ شوم بلکه څنګه چه مونږ تاسو ته ټولے خبرے اؤ١٥په رښتيا وکړے هم هغه شان چه مونږ کوم فخر د تيطوس په وړاندے وکړو،هغه هم رښتيا وختلو.

هر کله چه هغۀ ته ستاسو د ټولو فرمانبردارئ راياديږى چه تاسو په ويره اؤ رپيدلو هغه قبول کړو نو تاسو زۀ خوشحاله يم چه ستاسو له طرفه په هره خبره کښے زما١٦سره د هغۀ د زړۀ مينه نوره هم زياتيږى.

تسلى ده.

اب ب م ي دو و ن ا ي ت ن ر ۸کوورکول ه ه مرضئ سر پ

زما وروڼو! مونږ تاسو ته د خدائے د هغه فضل خبر درکوو کوم چه په مکدونيه کښے په جماعتونو١آازميښت کښے د هغوئ خوشحالى زياته شوه اؤ٢باندے وشو. سره د دے چه په لوئے مصيبت اؤ په

اخلاصه ډيره چنده ورکړله. اؤ زۀ ګواهى ورکوم چه٣باوجود د دے چه ډير غريبان وو،هغوئ د زړۀ د اؤ د دے خيرات اؤ د٤هغوئ د خپل وس په مطابق نه،بلکه د وس نه زيات په خپله خوښه ورکړل.

اميد٥پاکانو د خدمت د شراکت په باب کښے ئے ډير په زارو مونږ ته خواست وکړو. اؤ هغوئ زمونږ د لک ته اؤ بيا د خدائے په مرضئ مونږ ته وسپارل. د دے٦نه زيات څۀ ورکړل بلکه خپل زړونه ئے اول ما

د پاره مونږ تيطوس ته نصيحت وکړو لکه څنګه چه هغه اول شروع کړے وه،هم هغه شان د په تاسو نو لکه څنګه چه تاسو په هره خبره کښے،د ايمان اؤ کلام اؤ٧کښے د خيرات دغه کار هم پوره کړى.

علم اؤ جوش اؤ هغه مينه چه تاسو مونږ سره لرله،په هغے کښے وړاندے شوى يئ هم هغه شان د خيرات زۀ د حکم په طور نۀ وايم بلکه د دے د پاره وايم چه د نورو د٨په دے کار کښے هم وړاندے شئ.

آازمئيم. ى مسيح٩جوش د مثال ورکولو سره ستاسو د مينے رښتينوالے و لک عيس ځکه چه تاسو زمونږ د ما د فضل نه خبر يئ چه سره د دے چه هغه غنى وو خو ستاسو د پاره غريب جوړ شو،د دے د پاره چه

تاسو د هغه غريب په سبب غنيان شئ.

Page 9: Pashto bible injil new testament 2 corinthians

اؤ زۀ په دے باب کښے خپله رائے درکوم ځکه چه دا ستاسو د پاره ښه ده،د پاره د دے چه تير کال١٠اراده کښے هم وړومبى وئ، نو بيا دا کار پوره هم١١تاسو نه تش په دے کار کښے بلکه د هغے په

اراده کولو کښے چاخ وئ هم هغه شان د وس په مطابق ئے پوره هم کړئ. لکه څنګه چه تاسو په ځکه چه که نيت وى نو خدائے چنده د هغے په مطابق قبلوى څۀ چه د سړى سره وى،نۀ چه١٢کړئ.

داسے خبره نۀ ده چه د نورو بوج کم شى اؤ ستاسو زيات١٣د هغے په مطابق چه د هغۀ سره نۀ وى. ،بايد چه يووالے وى.

چونکه دا وخت تاسو سره زيات څۀ دى اؤ تاسو د هغوئ کمے پوره کولے شئ،اؤ کله چه د هغوئ١٤ سره زيات شى اؤ تاسو سره کم،نو هغوئ به ستاسو کمے پوره کولے شى،اؤ دغه شان به يووالے قائم

لکه چه صحيفے وائى چه:١٥ساتلے شى.

«چا چه ډير جمع کړل د هغۀ څۀ زيات نۀ وو

اؤ چا چه کم جمع کړل د هغه څۀ کم نۀ وو.»

ۀ ملګرى د هغ ؤ ا يطوس ت د خدائے شکر دے چه هغۀ د تيطوس په زړۀ کښے هم ستاسو د پاره زما په شان سرګرمى پيدا کړے١٦

نۀ تش دا چه تيطوس زمونږ خواست ومنلو بلکه هغه خو دومره خواهش لرى چه هغه په خپله١٧ده. د هغۀ سره مونږ خپل هغه ورور درليږو د چا تعريف د زيرى١٨مرضئ زمونږ نه اوس تاسو ته در روانيږى.

اؤ نۀ صرف دا بلکه هغه د جماعتونو له خوا نه د دے چندے١٩له کبله په ټولو جماعتونو کښے کيږى. لک جلال اؤ زمونږ په رسولو کښے زمونږ د سفر ملګرے مقرر شو،اؤ مونږ دا خدمت ځکه وکړو چه د ما

تو چه٢٠شوق ښکاره شى. نونه سا اؤ مونږ د هغه لوئے چندے باب کښے چه خدمت کوو،خپل ځااعتراض ونۀ کړى. ځکه چه مونږ د داسے څيزونو تدبير کوو چه هغه نۀ صرف د خدائے٢١څوک په مونږ

په مخکښے غوره وى بلکه د خلقو په مخکښے هم.

آازمائيلے٢٢ اؤ مونږ د هغوئ سره هغه بل ورور درليږلے دے کوم چه مونږ په ډيرو خبرو کښے څو څو واره اؤ سرګرم موندلے دے خو هر کله چه د هغۀ په تاسو ډير باور دے ځکه خو اوس زيات په جوش کښے

که څوک د تيطوس په باب کښے تپوس وکړى نو هغه زما شريک اؤ ستاسو د پاره زما د٢٣دے. خدمت ملګرے دے. که چرے زمونږ د نورو وروڼو په باب تپوس وشى نو هغوئ د جماعتونو استازى اؤ

نو بيا خپله مينه ورته وښيئ چه ټول جماعتونه ووينى چه مونږ په تاسو بے فائدے٢٤د مسيح جلال دى. فخر نۀ کوو.

اب ب م ي دو و ن ا ي ت ن ر ۹کوده ه چن ر ا پ د و ن کا ا پ د

Page 10: Pashto bible injil new testament 2 corinthians

ځکه چه٢ څۀ چنده چه د پاکانو د پاره کيږى د هغے په باب کښے زما تاسو ته څۀ ليکل عبث دى. ١ زۀ ستاسو د شوق نه خبر يم چه د هغے په وجه د مکدونيه د خلقو د وړاندے زۀ په تاسو فخر کوم چه د

خو زما د دے وروڼو د درليږلو٣اخيه خلق د تير کال نه تيار دى اؤ ستاسو جوش ډير خلق راوپارول. مقصد دا دے چه مونږ په دے باب کښے چه په تاسو کوم فخر کوو،هغه بے مقصده پاتے نۀ شى بلکه

٤تاسو زما د وينا په مطابق تيار اوسئ لکه څنګه چه ما هغوئ ته ستاسو په باب کښے وينا کړے ده.

ځکه چه که زۀ د مکدونيه نه د ځان سره خلق راولم اؤ هغوئ تاسو تيار ونۀ مومى نو دا به زمونږ اؤ د دے د پاره ما دا٥ستاسو د پاره هم څومره شرمندګى وى ځکه چه مونږ په تاسو باور ښوولے دے.

ضرورى وګڼل چه دے وروڼو ته ووايم چه کورنتيانو ته اول لاړ شى چه ستاسو هغه د ورکړے لوظ چهآاګاهو نه تيار وساتى،نو بيا به دا چنده د ورکړے په طور وى،نۀ چه د زبردستئ په طور. کړے دے،د

خو ياد لرئ چه څوک چه لږه کرونده کوى هغه به لږه ريبى،اؤ چه څوک زياته کرونده کوى هغه به٦ اؤ هر چا چه څومره په زړۀ کښے مقرر کړى دى،هغه هومره به ورکوى اؤ نۀ په مجبورئ اؤ٧زياته ريبى.

اؤ خدائے تاسو له د٨نۀ د فرض په طور ځکه چه خدائے په خوشحالئ ورکوونکى سره مينه لرى. حاجت نه زيات درکولے شى د پاره د دے چه تاسو سره تل هر څۀ زيات وى اؤ داسے د هر نيک کار د

اؤ صحيفے د داسے سړى په باب کښے وائى چه:٩پاره د تاسو سره زيات وى

«هغه خوارانو له په سخاوت ورکوى،

د هغۀ خيرات به تل تر تله باقى وى.»

نو چه خدائے د کرونده کرونکى د پاره تخم اؤ د خوراک د پاره ډوډئ ورکوى،هم هغه به تاسو ته١٠ اؤ تاسو به هر يو څيز١١تخم درکوى اؤ په هغے کښے به زياتوالے اچوى اؤ ستاسو چندے به زياتوى.

زيات بيا مومئ چه هر قسم سخاوت به کولے شئ،اؤ د دے نيتجه به دا وى چه ډير خلق به ستاسو چنده ولے چه د دے په کولو به نۀ تش د پاکانو١٢زمونږ په وسيله موندلو سره د خدائے شکر ګزارى وکړى.

ځکه چه دے١٣ضرورتونه پوره شى بلکه د ډيرو خلقو له خوا به د خدائے ډيره شکر ګزارى کيږى. خدمت نه به خلقو ته ثابت شى چه تاسو نۀ يواځے د مسيح زيرے منئ بلکه د هغۀ تابعدارى هم کوئ ،هغوئ به د دے د پاره د خدائے شکر کوى اؤ د دے د پاره هم چه تاسو نۀ يواځے د هغوئ بلکه د

اخلاصه وکړلو. ځکه چه په تاسو د خدائے د لوئے فضل په سبب چه په تاسو١٤ټولو خلقو مدد د زړۀ د شکر دے د خدائے د هغه١٥شوے دے،ستاسو ليواله دى اؤ ډير په مينه ستاسو د پاره دعا غواړى.

بخښنے چه د بيان نه بهر ده.

اب ب م ي دو و ن ا ي ت ن ر ۱۰کوه جواب ل ه حق پ ل خدمت د خپ وس ول پ د

زۀ پولوس په خپله تاسو ته خواست کوم،چه ځنے خلق زما په حقله وائى چه زۀ ستاسو په مخکښے١

Page 11: Pashto bible injil new testament 2 corinthians

بلکه منت کوم چه ما ته په٢ويريدونکے اؤ پشى شا زړۀ ور يم،خو زۀ د مسيح زغم اؤ نرمى دريادوم، خپله د حاضريدو اؤ په هغه شان زړۀ ورکيدو حاجت پيښ نۀ شى لکه څنګه چه زۀ په ځنو خلقو د زړۀ

اراده لرم څوک چه مونږ داسے شمارى چه مونږ د دنيا په مطابق ژوندون تيروو. اګر که مونږ په٣ورکيدو انسانى نۀ دى٤دنيا کښے ژوندون تيروو خو د دنيا په مطابق جنګيږو نه. ځکه چه زمونږ د جنګ وسلے

لونو اؤ هر هغه رکاوټ٥بلکه د خدائے په قدرت د بدو قلاګانو د نړولو جوګه دى. ځکه خو مونږ د دلياوچت کړے دے،نړوو اؤ هر يو خيال قيدوو اؤ د مسيح څيز چه د خدائے د پيژندګلئ خلاف ئے سر

اؤ هر کله چه ستاسو فرمانبردارى ثابته شى نو بيا مونږ تيار يو چه د هر قسم نافرمانئ سزا٦فرمابرداره کوو. ورکړو.

تاسو تش هغه څيزونو ته ګورئ کوم چه سترګو ته ښکارى. که د چا په ځان دا باور وى چه هغه د٧ مسيح دے،نو په خپل زړۀ کښے د دا سوچ هم وکړى چه څنګه هغه د مسيح دے هم هغه شان مونږ هم

اختيار کوم چه ستاسو د جوړولو د پاره،نۀ چه د ورانولو د پاره٨د مسيح يو. ځکه چه که زۀ په هغه لک راکړے دے څۀ زيات فخر هم وکړم نو زۀ به شرمنده نۀ يم. زۀ داسے ځکه وايم چه د خطونو په٩ما

ځکه چه ځنى وائى چه د هغۀ خطونه اثرناک اؤ زبردست دى خو هر١٠وسيله ستاسو ويروونکے نۀ شم. لوميږى اؤ د هغۀ تقرير فضول دے. نو دغه شان١١کله چه په خپله موجود وى نو کمزورے شان مع

ګڼونکى د پوهه شى چه څنګه چه په خطونو کښے پشى شا زمونږ کلام دے نو دغه شان به د مخامخکيدو په وخت کښے زمونږ کار هم وى.

ځکه چه مونږ دا جرات نۀ لرو چه خپل ځانونه په هغه څو کسانو کښے شمار کړو يا د هغو سره١٢نونو اندازه ولګوى مقابله وکړو څوک چه خپله نيکنامى زياتوى،خو هغوئ چه په خپله په خپلو کښے د ځا

خو دا زمونږ عادت نۀ دے چه مونږ به د١٣اؤ په خپله په خپلو کښے مقابله وکړى نو په هيڅ نۀ پوهيږى. اندازے نه زيات فخر کوو بلکه د خدمت په باب کښے دعوى کوو په هغه حد کښے،کوم چه خدائے

نونه د هغه١٤زمونږ د پاره مقرر کړے دے اؤ چه په کښے تاسو هم راغلى يئ. ځکه چه مونږ خپل ځا حد نه زيات نۀ لويوو لکه څنګه چه زمونږ د خدمت په هغه حد کښے وى،نو دا زمونږ حق نۀ وو که مونږ

تاسو ته راغلى نۀ وو،اؤ دغسے مونږ اولنى کسان وو چه تاسو ته د مسيح د زيرى په ورکولو در رسيدلىاميد لرو چه ستاسو په ايمان کښے ترقى وشى نو مونږ به١٥يو. اؤ مونږ د نورو په خوارئ فخر نۀ کوو خو

د دے د پاره چه ستاسو د حدونو نه لرے١٦ستاسو په وسيله د خپل حد په مطابق نور هم وړاندے شو، زيرے ورسوو،نۀ چه د نورو خلقو په علاقه کښے په جوړو شوو څيزونو فخر وکړو.

لک وکړى.» ١٧ ځکه چه څوک په خپله خپل تعريف١٨ غرض دا چه «څوک چه فخر کوى هغه د په مالک کوى هم هغه مقبول دے. کوى هغه مقبول نۀ دے بلکه د چا تعريف چه ما

اب ب م ي دو و ن ا ي ت ن ر ۱۱کوان ل و س ر وغو در د ؤ ا وس ول پ

Page 12: Pashto bible injil new testament 2 corinthians

زۀ تاسو د پاره د خدائے په٢ ارمان که تاسو زما لږه شان بے وقوفى زغملے شوے،تاسو زما زغمئ خو. ١ شان غيرت لرم ولے چه ما د يو خاوند،يعنے چه مسيح سره ستاسو کوژدن کړے ده د دے د پاره چه

خو ويريږم چه داسے ونۀ شى لکه٣تاسو د يوے پاکے پيغلے په شان د مسيح په وړاندے حاضر کړم. څنګه چه مار په خپل مکر بى بى حوا وغلوله هغه شان ستاسو خيالات هم د هغه خلوص اؤ پاکوالى نه

ى پيغام٤بل خوا شى،کوم چه د مسيح سره په کار دى. ځکه چه که څوک راشى اؤ هغه د بل عيس ورکړى د چا چه مونږ پيغام نۀ دے ورکړے،يا تاسو ته د روح القدس په ځائے څۀ بل روح ملاويږى،يا بل

آاؤرئ. زۀ٥زيرے درکړے شو،کوم چه تاسو له مونږ نه نۀ وو موندلے،نو بيا تاسو ډير په خوشحالئ د هغۀ که چرے په تقرير کښے ساده يم نو د علم په وجه٦خو خپل ځان د هغه غټو رسولانو نه کم نۀ شمارم.

نۀ يم بلکه دا مونږ په هر حال کښے اؤ په ټولو خبرو کښے تاسو ته ظاهر کړو.

آايا دا زما غلطى وه چه ما تاسو ته د خدائے زيرے مفت درورسولو اؤ ځان مے لاندے کړو چه تاسو٧ اؤ کله٩ دا رښتيا دى چه ما ستاسو د خدمت د پاره د نورو جماعتونو نه مدد واخستو. ٨اوچت شئ؟

چه زۀ ستاسو سره وم اؤ حاجتمند شوے وم نو بيا هم په چا پيټے وانۀ چولو ځکه د مکدونيه نه وروڼه راغلى وو اؤ زما حاجت ئے پوره کړے وو اؤ ما په هره خبره کښے په تاسو د پيټى اچولو نه ځان ساتلے

د مسيح حقيقت چه په ما کښے دے نو ځکه زۀ دا وايم چه د اخيه په علاقه١٠دے اؤ ساتم به ئے. آايا د دے د پاره چه زۀ د تاسو سره١١کښے به هيڅوک ما د دے فخر نه منع نۀ کړى. د څۀ د پاره؟

مينه نۀ لرم؟ په دے خدائے خبر دے چه زۀ تاسو سره مينه لرم.

خو چه څۀ کوم هم هغسے به کوم،د پاره د دے چه د موقعے لټوونکو ته موقع ورنۀ کړم،بلکه هغوئ١٢ ځکه چه داسے خلق دروغژن رسولان دى اؤ په١٣فخر کوى چه هغوئ زمونږ په شان خدمت کوى.

نونه د مسيح د رسولانو په شان جوړ کړى. په دے کښے څۀ١٤دوکه کار کوونکى دى چه خپل ځانورانى فرښتے په شکل جوړ کړى. نشته ځکه چه شيطان هم خپل ځان د يو نو بيا که د هغۀ١٥تعجب

خادمان د رښتونو خادمانو په شان ځان جوړ کړى نو څۀ لويه خبره نۀ ده خو د هغوئ انجام به د هغوئ دکارونو په مطابق وى.

ه وجه غم پ توب سول ر د وس ول پ د زۀ بيا وايم چه ما د څوک بے وقوف ونۀ ګڼى اؤ که ګڼى نو د بے وقوف په شان مے قبول کړئ چه١٦

لک په طور نه بلکه په بے وقوفئ سره اؤ د١٧زۀ هم لږ شان فخر وکړم. زۀ چه اوس څۀ وايم هغه د ما ځکه چه نور ډير په جسمانى طور فخر١٨هغه جرات سره ئے وايم کوم چه په فخر کولو کښے وى.

هر کله چه٢٠ ځکه چه تاسو عقلمند يئ اؤ په خوښه بے وقوفان زغمئ. ١٩کوى زۀ به ئے هم کوم. څوک تاسو غلامان کوى يا مو داړى،يا مو راګيروى،يا خپل ځان لوئے جوړوى،يا تاسو په مخ په څپيړه

مونږ خو تاسو سره داسے سلوک نۀ دے کړے،که تاسو دا زمونږ کمزورتيا٢١وهى،نو تاسو ئے زغمئ. خيال کوئ،نو کوئ. خو که څوک فخر کوى نو زۀ به هم فخر کوم اګر که زۀ دا بيا په بے وقوفئ وايم.

ابراهيم د٢٢ آايا هغوئ د اسرائيليان دى؟ نو زۀ هم يم. آايا هغوئ آايا هغوئ عبرانيان دى؟ نو زۀ هم يم. آايا هغوئ د مسيح خادمان دى؟ زما دا وينا د ليونتوب په شان ښکارى،خو٢٣نسل نه دى؟ نو زۀ هم يم.

Page 13: Pashto bible injil new testament 2 corinthians

زۀ د هغوئ نه زيات يم،په محنت کښے،په قيد کښے زيات،په کروړو خوړلو کښے د حد نه زيات. څو ما د يهوديانو نه پنځۀ ځله يو کم څلويښت کروړے٢٤څو واره د مرګ په خطرو کښے پاتے شوے يم،

درے ځله په بينتونو ووهلے شوم،يو ځلے سنګسار کړے شوم،درے ځلے دجهاز د ماتيدو په٢٥وخوړلے، زۀ څو څو ځله په سفر کښے د٢٦بلا کښے ونښتم اؤ يوه شپه اؤ ورځ مے په سمندر کښے تير کړل.

دريابونو په خطرو کښے،د ډاکوانو په خطرو کښے،د خپل قوم په خطرو کښے،د غيرو قومونو په خطرو کښے،د ښار په خطرو کښے،د بيابان په خطرو کښے،د سمندر په خطرو کښے،د دروغژنو ملګرو په

په محنت اؤ مشقت کښے،څو څو ځله په بے خوبئ،لوږو اؤ تندو کښے،د يخنئ اؤ٢٧خطرو کښے، د دے خبرو نه علاوه چه د هغوئ زۀ ذکر کول نۀ غواړم د٢٨بربنډتوب په حالت کښے پاتے شوے يم.

د هغوئ په کمزورتياؤ زۀ کمزورے کيږم نه څۀ؟٢٩ټولو جماعتونو فکر زما په زړۀ کښے هره ورځ راځى. که فخر کول ضرورى وى نو زۀ به په خپلو٣٠د هغوئ په تيندک خوړلو زما زړۀ نۀ خوږيږى څۀ؟

ى د خدائے اؤ پلار د هميشه حمد و ثنا وى،هغه خبر دے چه زۀ٣١کمزورتياؤ فخر وکړم. لک عيس د ماارتاس بادشاه حاکم د ټول ښار نه٣٢هر څۀ چه وايم هغه رښتيا دى. کله چه زۀ په دمشق کښے وم نو د

اؤ زۀ د کړکئ په لاره په ټوکرئ کښے کوز کړے شوم٣٣چاپيره څوکئ کښينولے وه چه ما ګرفتار کړى. اؤ د هغوئ د لاسه بچ شوم.

اب ب م ي دو و ن ا ي ت ن ر ۱۲کوه ن و ؤ کشف ا ا ي و ر

لک د رويا اؤ د کشف ذکر کوم.١ ما ته فخر کول ضرورى دى اګر که فائده من نۀ دى خو اوس به د ماآايا په وجود کښے وو يا بے له وجود٢ زۀ په مسيح کښے يو سړے پيژنم چه څوارلس کاله کيږى چه هغه

آاسمان ته وخيژولے شو. اؤ زۀ خبر نۀ يم چه دا٣نه وو،زۀ خبر نۀ يم،خدائے خبر دے،ناڅاپى دريم آايا په وجود کښے يا بے له وجوده وو،زۀ خبر نۀ يم خدائے خبر دے، ناڅاپى فردوس ته ورسولے٤سړے،

شو اؤ داسے خبرے ئے واؤريدے چه داسے مقدسے اؤ پاکے وے چه د بيانولو نۀ دى اؤ د هغو بيانول زۀ به په داسے سړى فخر کوم خو په خپل ځان نه بلکه زۀ به په خپلو کمزورتياؤ٥انسان ته ناروا دى.

اؤ که فخر کول هم غواړم نو بے وقوف به نۀ يم ځکه چه رښتيا به وايم،خو بيا هم نۀ وايم٦فخر وکړم. آاؤرى. ځکه چه څوک ما د هغۀ نه زيات ونۀ ګڼى چه څنګه چه مے وينى يا له ما نه

اؤ د کشفونو د زياتوالى په وجه زما د مغرورتيا د انديښنے له کبله زما په بدن کښے ازغے وسوخولے٧لک ته درے٨شو،يعنے د شيطان فرښته چه ما په سوکونو وهى چه زۀ مغرور نۀ شم. په دے حقله ما ما

خو هغۀ ما ته ووئيل چه زما فضل ستا د پاره کافى دے٩ځله خواست وکړو چه دا زما نه لرے شى. ځکه چه زما طاقت په کمزورتياؤ کښے پوره کيږى چنانچه زۀ به ډير په خوشحالئ په خپلو کمزورتياؤ فخر

د دے د پاره چه زۀ د مسيح د خاطره په کمزورتياؤ١٠وکړم تر څو چه د مسيح قوت په ما کښے وى. کښے،په بے عزتئ کښے،په حاجت کښے،په عذابونو کښے اؤ په تنګسياؤ کښے خوشحاله يم،ځکه چه

هر کله چه زۀ کمزورے يم نو هغه وخت زورور يم.

Page 14: Pashto bible injil new testament 2 corinthians

ه ښن دي ن ا ه حق کښے پ د جماعت و ن ا ي ت ن ر د کو وس ول پ د زۀ بے وقوف خو جوړ شوم ځکه چه زۀ تاسو مجبور کړم خو تاسو ته زما ستائينه کول په کار وه په١١

د١٢دے وجه د دے چه زۀ هيڅ هم نۀ يم،خو بيا هم د هغه غټو رسولانو نه په هيڅ طور کم نۀ يم. رسول نخښے ستاسو په وړاندے ما په ډير صبر سره په نخښو اؤ په معجزو اؤ عجيبه کارونو ښکاره کړلے.

تاسو په کومه يوه خبره کښے د نورو جماعتونو نه کم يئ بے له دے چه ما په تاسو پيټے وانۀ چولو؟١٣انصافئ معاف کړئ! زما دا بے

ګورئ،په دريم ځل تاسو له راتلو ته تيار يم اؤ په تاسو به پيټے وانۀ چوم ځکه چه زۀ ستاسو د مال نه١٤ بلکه ستاسو غوښتونکے يم،ځکه چه بچو ته د مور پلار د پاره څۀ جمع کول نۀ دى په کار بلکه مور پلار

اؤ زۀ به ستاسو د پاره ډير څۀ په خوشحالئ خرڅ کړم بلکه خپل ځان به خرڅ کړم.١٥ته د بچو د پاره. آايا تاسو به ما سره کمه مينه ولرئ څۀ؟ که چرے زۀ تاسو سره زياته مينه لرم نو

دا ومنئ چه ما په خپله په تاسو پيټے نۀ وى اچولے خو کيدے شى چه مکار يم ځکه چه به مے تاسو١٦ نو بيا څوک چه ما تاسو ته دروليږل نو په هغوئ کښے د چا په وسيله مے په١٧په ټګئ راګير کړى يئ. ما د تيطوس منت وکړو چه هغه لاړ شى اؤ هغۀ سره مے يو ورور دروليږلو،خو١٨ټګئ درنه واخستل څۀ؟

آايا زمونږ د دواړو چال چلن د يکى يو روح د هدايت په مطابق آايا تيطوس د تاسو نه په ټګئ واخستل څۀ؟ آايا مونږ په يو بل پسے نۀ يو روان څۀ؟ نۀ وو څۀ؟

شايد چه تاسو دا ګڼئ چه تر اوسه مونږ درته خپل ځان سپينولو نه،مونږ خو خدائے حاضر ناظر ګڼو اؤ١٩ ځکه چه زۀ٢٠په مسيح کښے خبرے کوو. ائے زما خوږو وروڼو! دا هر څۀ ستاسو د ترقئ د پاره دى.

ويريږم،هسے نۀ وى چه زۀ درشم اؤ تاسو چه څنګه غواړم هغسے مو ونۀ مومم اؤ څنګه چه تاسو نۀ غواړماتفاقى،بده وينا،غيبتوته،ډوزے اؤ ما هغسے ومومئ،زۀ ويريږم چه په تاسو کښے جګړه،کينه،غصه،بے

ويريږم چه زۀ درشم نو زما خدائے ما ستاسو په وړاندے عاجز کړى اؤ زۀ په ډيرو خلقو٢١فساد نۀ وى. چه ګناهونه ئے کړى دى،افسوس ونۀ کړم ځکه چه هغوئ د هغے ناپاکئ،حرامکارئ اؤ شهوت پرستئ نه

چه ئے کړى دى،توبه نۀ ده کړے.

اب ب م ي دو و ن ا ي ت ن ر ۱۳کوه ن و م ا ؤ سل ا رے آاخرى خب

لکه٢ دا زۀ تاسو ته په دريم ځل درځم. «د دوؤ يا د دريو ګواهانو د خلے نه به هره خبره ثابته شى.» ١ څنګه چه زۀ په دويم ځل حاضر وم نو د وړاندے نه مے وئيلى وو،هغه شان اوس په غير حاضرئ کښے

هم هغه خلقو ته چا چه اول ګناهونه کړى دى اؤ نورو ټولو خلقو ته د اول نه وايم چه که چرے بيا ځکه چه تاسو د دے ثبوت غواړئ چه مسيح په ما کښے خبرے کوى.٣درځم نو معاف به ئے نۀ کړم.

هو،هغه د کمزرتيا په وجه په٤هغه تاسو د پاره کمزورے نۀ دے بلکه تاسو ته خپل قوت ښکاره کوى.

Page 15: Pashto bible injil new testament 2 corinthians

سولئ کړے شو خو د خدائے د قدرت په سبب ژوندے دے اؤ مونږ هم په هغۀ کښے کمزورى خو يوخو د هغۀ سره به د خدائے د هغه قدرت په سبب ژوندى يو چه ستاسو خدمت وکړو.

آايا تاسو په خپل باب کښے په٥ نونو جاج واخلئ. آازميئ چه په ايمان يئ يا نه،د ځا نونه و تاسو خپل ځاى په تاسو کښے دے،ګنى تاسو مقبول نۀ يئ؟ اميد لرم چه تاسو٦دے نۀ يئ خبر چه مسيح عيس خو زۀ

لوم کړئ چه مونږ خو نا مقبوله نۀ يو. اؤ مونږ د خدائے نه دعا غواړو چه تاسو څۀ بدى ونۀ٧به ئے مع کړئ د دے د پاره نه چه مونږ مقبول ښکاريږو بلکه د دے د پاره چه تاسو نيکى وکړئ،اګر که مونږ نا

نو مونږ٩ ځکه چه مونږ د حق خلاف هيڅ نۀ شو کولے خو تش د حق د خاطره. ٨مقبول هم شو. زۀ دا١٠خوشحاله يو چه مونږ کمزورى يو اؤ تاسو زورور يئ اؤ دا دعا هم کوو چه تاسو کامل شئ.

اختيار په مطابق سختى ونۀ خبرے په غير حاضرئ کښے د دے د پاره ليکم چه هلته درشم نو د هغه لک ما ته ستاسو د جوړولو د پاره راکړے دے،نۀ چه د ورانولو د پاره . اختيار چه ما کړم کوم

نو ائے وروڼو! خدائے مو مل شه،کامل شئ،خاطر جمع لرئ،په يو اتفاق اوسئ،صلح ساتئ،نو د مينے١١اؤ د سلامتئ خدائے به تاسو سره وى.

ټول پاکان تاسو ته سلام وائى.١٣ اؤ يو بل ته په پاکو ښکلولو سره سلام وايئ. ١٢

ى مسيح فضل اؤ د خدائے مينه اؤ د روح القدس شراکت د تاسو ټولو سره وى.١٤ لک عيس د ما

This book from the Pashto Bible was downloaded from www.pashtozeray.org. Copyright Pashto Zeray, All Rights Reserved